د کندهار ولایت د اوبو رسولو او کاناليزاسیون مسؤلین وايي، چې دوی په پام کې لري د ځمکې لاندې اوبو زریمو د کچو ټيټوالي د مخنیوي په موخه د دغه ولایت نهمې ناحيې لويې ویالې کې ۵ زرو کورونو ته د اوبو نلونه وغځوي.
د دوی پر وینا، دا مهال په کندهار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.
دوی همدا ډول وايي کندهار مرکز او د ولسوالیو په ځینو سیمو کي خلک د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ دي.
په کندهارکي د اوبو رسولو او کانالیزاسیون مسوول محمدنادر کاکړ سلام وطندار ته وویل، دې پنځه زره کورونو ته د نلونو په غځولو سره به له یوې خوا پاکې اوبه هر کورته ورسیږي او له بلي خوا به د مځکي څخه د بېځایه اوبو لګښت کم او د اوبو کچه به یوڅه ناڅه راپورته شي.
هغه وویل، دا مهال په عمومي ډول د کندهار د اوبو کچه ۱۵ متره کښته شوې او که پام ورته و نه شي نو ورځ تر بلې به دغه کچه نوره هم ټیټه شي.
د کندهار عام ښاریانو هم له سلام وطندار سره په خبرو کي وویل، په دې وروستیو کي د اوبو ژوري برمې يې لکه څنګه، چي ښايي هغسي کار نه ورته کوي او ورځ تربلي اوبه پر کښته رواني دي.
د کندهارښار د لويي ویالې اوسیدونکي، چي دا مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي وايي، دوی چمتو دي، چي دولت ته پر وخت د اوبو د لګښت بیل ورکړي.
ګل محمد وايي: «زموږ په سیمه کي پر پنځوس کورونو د یو کور برمه کار کوي او هغه نور بې اوبو پاتې دي، موږ په دې ډېر خوشحاله یو، چې پنځه زرو کورونو ته نلونه غځول کيږي.»
محمد نسیم په نوم بل تن اوسېدونکی وايي:« زموږ برمې وچې شوې دي، اوبه په ټانکرونو کي راوړو، هغه بیا یوه هفته ساتو او څښو يي، موږ د اوبو له کمښت سره سخت په مشکل کې یوو».
په کندهارښار کې داسې مهال پنځو زرو کورنیو ته د پاکو اوبو د رسولو پراخه شبکه غځول کیږي، چې په دې وروستیو کې د کندهار امنیه قوماندان په شخصي لګښت په دغه ولایت کې له بېوزلو کروندګرو سره د ژورو څاهګانو د کيندلو او له هغو څخه د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را کښلو په برخه کي د مرستې یوه لړۍ پيل کړې ده.
دغه ژور څاهګان د کندهار په ډنډ او دامان ولسوالیو کې جوړښوي او نور لا ترکار لاندې دي.
د دې ترڅنګ په کندهار کي د هند کونسلګري هم څو ورځې د مخه د کندهار له والي سره په خبرو کي ویلي و، هېواد یې غواړي د دغه ولایت له خلکو او کروندګرو سره په لمریزه برېښنا د اوبو د ۳۰۰ ژورو څاهګانو جوړولو مرسته وکړي.