کله چې دفتر کې د خوب تخت لرئ بیا ولې کورته ځئ؟

د جرګې غړي له دې وروسته کولی نه‌شي د جرګې په تالار کې ناست او خوبوړي شي. د نوبل جایزو اعلانېدو پرمهال په څو کیو کې د ځېنو غړیو له خوبوړي کېدو وروسته د برېتانیا د سنا مجلس مشر، جان دریک تایلر خبرداری ورکړ له دې وروسته باید د سنا مجلس غړي په تالار کې وېښ کېني.

هغه وویل:« په وروستیو میاشتو کې لیدل شوي دي چې په تالار کې د مجلس غړیو وضعیت هغو ستندردونو سره برابر نه دي چې تمه یې لرو. زموږ  د استازو خوبوړي کېدل موږ خندوي، د کار پرمهال خوب کول یوه جدي موضوع ده».

دغه‌راز د هوايي چلند په څېر شرکتونه چې په ساعتونو کار کوي خپلو کارکوونکیو ته یې په بېلابېلو شفتونو کې د خوب زمینه برابره کړې ده؛ که یې امکانات هم ورته برابر کړي نه‌وي کارکوونکي یې د څوکیو، کمودونو او نورو ځایونو کې ځانونو ته د خوب له‌پاره زمینه برابروي.

په زیاترو هېوادونو کې د ورځې له‌خوا د یو څو ساعتونو له‌پاره خوب د کار یوه برخه ګڼل کېږي. ډاکټر جونګ یوان ژانګ د دوکتورا تیزس څېړنې په یوه برخه کې کاږلي چې د چین په دولتي ادارو کې نیمه ورځ خوب کول د کاري ورځو برخه ده. کارکوونکي کولی شي دفتر ته د ورتګ پرمهال په لاره کې د شرکتونو په ملي بسونو کې، او کورته د بېرته راتګ پرمهال او دغه‌راز د ډوډۍ د دمې په وختونو کې ویده شي.

د کار په موقع کې یوازې چینايي کارکوونکي په نوبتي توګه نه ویده کېږي، بلکې یو سوېډني استاد رولاند پائولسن د «خالي کارګر» په نوم لیکلي کتاب کې هغو کارګرانو سره مرکه کړې چې په کاري ورځو کې یې تر کار ډېر استراحت کړی دی. دا کسان پرته له دې چې راحته وي. وايي، د کار نه شتون یوه ستونزه ده، نو د کاري ساعتونو تېرولو په خاطر ځېنې کارکوونکي ناولونه لولي، ځېنې یې وېډیو ګېمونه او ځېنې نور یې بیا یوازې به خوب تېروي.

ځېنې وخت د دفترونو کارکوونکی دې ته هڅول کېږي هرکله هم چې کار نه وي ویده دې شي. زیاتره وخت د نرم افزارو جوړونکې ادارې، تبلیغاتي اژانسونه او پانګوال بانکونه د خوب توصیې له‌پاره یې اپلېکېشونونه برابر کړي دي. د کار څښتنان ادعا کوي په دې چارې سره د کارکوونکیو تمرکز زیاتېږي او ارامه کېږي. دغه ادارې پیغامونه لېږي: «کله مو چې په کار ځای کې د ویده کېدو تخت وي اړتیا نه شته د خوب له‌پاره کورته ولاړ شئ.» داسې ښکاري چې دا چاره پایله ورکوونکې ده. ډاکټرې الکساندرا په امریکا کې د هوساینې پانګوالو بانکونو په اړه له ۹ کلونو مطالعې وروسته متوجه شوې چې زیاتره مرکه کوونکي د شپې شفت کار کولو سره لېوالتیا نه لري. خو مرکه کوونکیو مېرمن الکساندرا ته ویلي دي چې په شپې کې کور ته تلل او د ژوند غوصه ناک ملکري/ملکرې سره مخامخ کېدل ستونزمن دي او ښايي د کور په چارو کې تشه رامنځته کړي. دا چې په کار ځایونو کې د خلکو چلند هغوی سره ښه دی او هر څه ورته برابر دي او د خوب تخت هم؛ سره له دې چې د شپې شفت کار سره لېوالتیا نه‌لري؛ دا چې په دفتر کې د خوب زمینه ورته برابره ده، ان ښه به وي د شپې هم په کار ځای کې ویده شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام