د افغانستان کرکټ بورډ دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره په رسمي توګه ومنله چې له انډي مولز سره به بیا تړون لاسلیک نشي.
خبرپاڼه لیکي چې افغان کرکټ بورډ له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د انډي مولزلخوا شویو هڅو منندوی دي.
دیادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي انګلستاني تړون راتلونکې میاشت پای ته رسیږي.
د کرکټ بورډ خبرپاڼې د چیرمین نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکي چې افغان کرکټ بورډ دافغانستان کرکټ لپاره د انګلستاني روزونکي له هڅوو منندوی دي او په راتلونکې دنده او ژوند کې ددغه انګلستاني روزونکي د لا بریاوو په هیله دي.
ددواړو په وینا چې مولزپه ډیره ښه توګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله وروزله خو اوس وخت رارسیدلې دیچې ملي لوبډلې ته بل روزونکی وګماري.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چی د بل روزونکي لټون یې پیل کړی دی او ډیر ژربه دغه تشه د یوه تکړه روزونکي په ګمارلو سره ډکه کړي.
د یادونې وړ ده چې انګلستاني روزونکي انډي مولزتیرکال په سپټمبرمیاشت کې د پاکستاني روزونکي کبیرخان د استعفا وروسته د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې وګمارل شو.
کبیرخان هغه مهال په حیرانوونکې توګه د پخواني اجرایوي مشرډاکټرنورمحمدمراد په مشرۍ کې دنده پریښوده چې سترو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته څو میاشتې وخت پاتې و.
د انډی مولزپه روزنه کې افغانستان په ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې برخه واخیسته ، ترڅنګ یې له زمبابوې سره د تاریخ لومړی دوه اړخیزه د پنځوس اوریزه لوبو سیریز برابر کړ او هم یې د څلورم ځل لپاره شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د یادونې وړ ده چې انډي مولزاوسمهال د تړون په پاتو ورځو کې د افغانستان (الف) کرکټ ملي لوبډلې سره دمرستیال روزونکي په توګه په ۲۱ ورځني سفر سریلانکا ته تللی وو خو د څوو ورځو تیرولو وروسته یې لوبډله پریښې او خپل هیواد ته ستون شوی دی.
تراوسه افغان کرکټ بورډ د انډي مولزځای ناستی نه دی اعلان کړی خو د کرکټ بورډ چیرمین نسیم الله دانش څو اونۍ وړاندې ویلي وو چې له پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې پخوانې لیګ سپنر او اوسنې بالینګ سلاکار ۴۵ کلن مشتاق احمد سره یې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه مثبتې خبري کړي.
دغه راز د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې پخوانې کپتان انضمام الحق هم د ملي لوبډلې د مشر روزونکې دندې لپاره مخکښه نوماند شمیرل کیږي.