د افغانستان کرکټ بورډ اداره په خپل رسمي پاڼه کې ليکلي، چې د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو په لړۍ کې د انضمام الحق اغیزمنې روزنې او مهارتونو ته په کتنې له نوموړي سره یو کلن قرارداد لاسلیک شو.
د کرکټ بورډ ادارې زیاته کړې، چې د پاکستان پخوانی لوبغاړی انضمام الحق د روزنې ځانګړي مهارتونه لري، د زمبابوې پر وړاندې سیالیو په جریان کې یې د کرکټ بورډ له لوري ارزونه مثبته وه او د مشر روزونکي په توګه یو کلن تړون ورسره وغځول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش وایي، چې دوی باور لري، انضمام الحق به د ملي لوبډلې وړتیاوو او مهارتونو ته وده ورکړي.
له بل لوري اجراییوي مشر شفیق الله ستانکزی بیا وایي، چې د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو په لړۍ کې د انضمام الحق د روزنې ارزونه وشوه چې په پایله کې یې له نوموړي یې د کرکټ بورډ ادارې له لوري د یو کلن تړون لاسلیک کولو پریکړه وشوه.
هغه انضمام الحق یو ځیرک او هوښیار روزونکی و باله.
یاده دې وي، چې تر اوسه انضمام الحق افغانستان ته نه دی راغلی، خو کرکټ بورډ له دې وړاندې ویلي وو، چې له هغه سره به د رسنيو پر وړاندې تړون لاسلیک کړي.