د ایران د بابل ولایت د طبي علومو پوهنتون مرستیال په دغه ولایت کې پر کرونا ناروغي د دوو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
مصطفی جوانیان وايي، پر کرونا ویروس اخته کسان اوس قرنطین شوي او ټېسټونه یې اخیستل کېږي.
د ایران د روغتیا وزیر علي وهابزاده پرون پرون د دغه هېواد په قُم ولایت کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله د دوو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی و. د نوموړي په وینا، پر کرونا اخته کسانو ډېر عمر درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د دغه ویروس د مدیریت او خپرېدو په مخنیوي کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکړی و.
له یوې میاشتې په کمه موده کې د دغه ویروس د قربانیانو شمېر له دوو زرو کسانو اوښتی دی. د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې تر اوسه پر دغه ویروس ۷۴ زره کسان اخته شوي چې ۹۹ سلنه یې چینایان دي.
ایران چې د افغانستان ګاونډی دی، داسې مهال په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس د ځینو کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر دوه اوونۍ وړاندې د روغتیا له نړیوال سازمان نه د یاد ویروس پر وړاندې د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه.