کرسټوفر کورنيل: غوښتل مې اوباما په سر په ډزو وولم

د امريکا د پارلمان پر سياسي سالون بريد کوونکي اقرار کړی، چې د امريکا دمتحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما د وژلو پلان  درلود.

رویټرز خبري اژانس ليکي، چې د کرسټوفرکونيل په نوم د امريکا د اوهايو ایالت اوسېدونکي په خپله يوه مرکه کې ويلي، که چېرې دی د امريکا (ايف، بي، ای) د پولیسو له لورې نه وی نیول شوی؛ نو په امريکا کې اسراييلي سفارت خانو او د دغه هېواد د پارلمان (کپيټل هال) یا سياسي سالون ته یې پايپي بم اېښودلو پلان عملي کاوه.

د بون کاونټي په نوم له جيل څخه دغه زنداني په ټېلفوني اړيکه کې د مرکې پر مهال ويلي: " ما خپله تومانچه پورته کوله او د امريکايي ولسمشر بارک اوباما په سر مې کېښوده او د ډز سره به مې له منځه وړه.

 له هغه وروسته مې د امريکا په نورو ځايونو کې د اسرايلو سفارت خانو باندې هم ډزونه کول او ټول هغه کسان مې وژل، چې اوس د مسلمانانو پر وړاندې جنګ کوي او زمونږ وينې بهوي."

کرسټوفر ويلي، ده ته د امريکا له سرحد نه بهر د اسلامي هېوادونو ورونو دنده ورکړې وه، چې باید د دوی حکم عملي کړي.

د اوهايو اوسیدونکی او زنداني وايي: " زما ورونه په عراق اوشام کې دي، هغوی ماته په غرب کې د جهاد کولو حکم کړی دی او ماهم هماغسې وکړل."

داسې ويل کيږي، چې کرسټوفر د ۲۰۱۴ کال اګست میاشت کې دغه بريد پلان کړی و او له نيول کېدو وروسته دا جوته شوه، چې دغه تورن په خپل ټويټر پاڼه کې هم د داعش ډلې لپاره تبلیغات کول او د دغې ډلې انځورونه يې په خپله پاڼه کې خپرول.

د امريکا له محکمو څخه لاس ته راغلي اسناد ښیي، چې کورنيل د خپلو اړوندو اشخاصو او ګروپ په اړه معلومات هم ورکړي دي.

د امريکا د ایف بي ای يو پولیس ویلي، چې کورنيل يې هغه مهال ګرفتار کړ، چې غوښتل يې د پايپ بم جوړولو لپاره تحقيقات وکړي.

پوليس زياته کړې، چې کورنیل چاوديدونکي توکي اخيستي و او غوښتل يې واشنګټن ته سفر وکړي او هلته خپل پلان ته د عمل جامه واغوندي.

د دغه زنداني تر اوسه چا ضمانت  نه دی کړی، خو د قتل، سلاح ساتلو او د ستر جرم په کولو متهم دی.

 له دې وړاندې ایف بي اې پولیسو هم خبرداری ورکړی و، چې ځينې امريکايي ځوانان غواړي په منځني ختيځ کې د داعش ډلې سره يوځای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام