کا او کیا فلم؛ د همغږي ژوند استازی

د فلم کیسه:

کرینه کپور(kia) لوستې نجلۍ وي، دا په یو شرکت کې کار کوي او په دې نظر وي، چې هره ښځه باید په ټولنه کې حیثیت ولري، کرینه په دې نظر وي، چې ښځه باید یوازې د نارینه مرستندویه نه وي؛ بلکې خپله هم ځان ثابت کړي.

دا یوه ورځ په الوتکه کې د کبیر Kabir په نوم (ارجن کپور) هلک سره مخېږي، هلک ژاړي، وایي، مور مې یادېږي او بیا وایي، چې غواړي د خپلې مور غوندې شي، مور یې د کور مېرمن وي او پلار مې میلیونر.

کرینه کپور ته دا خبره جالبه وي، دواړه سره ملګري شي، کورنۍ راضي کړي او په دې شرط واده وکړي، چې کیا به خپله وظیفه کوي او کبیر به د کور کارونه کوي.

یوه ورځ کیا په یوې رسنۍ کې په مرکه کې وایي، چې د پرمختګ راز یې خاوند دی، هغه د کور کار کوي او دې ته یې وخت ورکړی دی، چې له کوره بره کار وکړي. رسنۍ د کیا له خاوند کبیر سره مرکه وکړي، خلک یې مرکه خوښه کړي او کبیر مشهور شي، بیا ورته په څو نورو ځایونو کې د مرکې موقع پیدا شي، خو کیا ته دا هر څه خوند ورنه کړي او کبیر منع کړي.

 

کیا امریکا ته لاړه شي او کبیر له کیا پټ ډهلي ته لاړ شي، هلته له امیتاب بچن او د هغه له مېرمنې سره وګوري. د کیا د مور فشار ټيټ شوی وي، په روغتون کې بستره وي، خو د کبیر د موبایل غږ خاموش وي، کبیر چې روغتون ته راشي؛ نو کیا هم له امریکا نه راستنه شوې وي او کبیر ته غوسه وي، چې ته ولې ډهلي ته تللی وې. کیا ورته وایي، چې ته له ما سره مینه نه لرې، یوازې غوښتل دې ځان مشهور کړې؛ نو ځکه دې ما سره واده وکړ او ځان دې مشهور کړ. کبیر له ځانه وشړي، خو د کیا مور کیا ته خبرې وکړي، په موضوع یې پوهه کړي، کیا چې د امیتاب بچن د میرمنې لیک ولولي؛ هغې د کبیر صفتونه کړي وي او دا ټولې خبرې د دې لامل شي، چې کیا بېرته له کبیر سره یو ځای کړي.

مهم ټکي:

  • په فلم کې لومړی مهم ټکی د کبیر او کیا مخېدل او د فکر یووالی دی.
  • دویم مهم ټکی هغه وخت دی، چې د کبیر پلار یې د واده مخالفت وکړي او کبیر له کوره وشړي، کیا پرې ننګه وکړي.
  • درېیم مهم ټکی هغه وخت وي، چې کیا او کبیر دوبۍ ته په رسمي سفر تللي وي، کیا له خپل مشر سره خبرې کوي او کبیر دا حالت نه شي زغملی، چې له امله یې یوه وړه شخړه رامنځته شي. دا کار د دې یو ښه ثبوت او بېلګه ده، که انسان هر څومره هم ځان قانع کړي؛ بیا یې په زړه او ذهن کې ځېنې کوچنی منفي فکرونه پیدا کېږي، چې د انسان سکون او سکوت ترې اخلي.
  • څلورم مهم ټکی هغه دی، چې کیا ناسته وي، دا د کار مشهوره څېره وي، خو خلک راشي او د ده له خاوند سره عکس واخلي، دا هغه ځای دی، چې د کیا په زړه کې یې د خاوند سره یو رخه پیدا شي.

تبصرې:

د فلم په اړه بېلابېلې تبصرې شوې دي، خو یوه خبره چې ثابته شوې؛ هغه دا ده، چې په بالیووډ کې د دې موضوع لومړی فلم دی، فلم که څه هم د فیمنېزم نظریې پر بنسټ جوړ شوی دی، خو د ټولنیز بدلون یوه ننداره هم په کې شته ده، ښځې ته په کې د یوې انسانې په نظر کتل شوي دي، خو برعکس د مېرمن ځای خاوند ته ورکړل شوی دی، چې دا خپله یو تضاد رامنځته کوي، ایا د مېرمنې او خاوند د ځایونو په بدلولو عدالت رامنځته کېدای شي؟

همدې ټکي سره د دې فلم زیاتره لیدونکي مخالفت کوي او دا یو ښه فلم نه مني، هندي ټولنه د نورو عصري ټولنو په اندازه پرمختللې نه ده؛ نو ځکه د عام ولس ذهن ته د داسې یو نازک پيغام رسول ستونزمن دي. همدا لامل دی چې په زیاترو وېبپاڼو کې په دې فلم منفي تبصرې شوې دي. خو د دې ټولو منفي تبصرو سره بیا هم د نظر خاوندانو فلم ستایلی دی.

پیغام:

په فلم کې لوی پیغام دا دی، چې ښځه دې په ټولنه کې خپل ځانګړی مقام او حیثیت ولري، دا د فیمنېزم نعره هم ده، په دې فلم کې د دې نعرې د برحق ښودلو ډېره هڅه هم شوې ده، خو بیا هم په شعوري یا لاشعوري ډول لیدونکي داسې احساسوي چې ښځه تر نارینه وو، ډېره کمزورې ده او زر احساساتي کېږي، ثبوت یې دا دی چې کیا ښه پرمختګ کوي، خلک ورسره عکسونه اخلي، مرکې کوي او مشهوريږي، خو د کبیر په زړه کې هېڅ رخه ورته نه راځي؛ برعکس کبیر چې یو څو مرکې وکړي؛ نو د کیا چلن ورسره تریخ شي.

د دې خبرې لامل د فلم په وروستۍ برخه کې د کیا د مور خبره ده، هغه ورته وايي، چې په کور کې ستونزه د جنس پر بنسټ نه رامنځته کېږي، اصلي خبره د ګټې ده، څوک چې ګټه راوړي او پیسې ګټي؛ هغه ټول امتیاز یوازې د ځان ګڼي او څه چې کوي، خپل حق ورته ښکاري. په همدې وخت کې که د کورنۍ هغه غړی چې پيسې نه ګټي؛ لږ پرمختګ وکړي؛ نو ګټیالی داسې فکر کوي، چې د ده حق ګنې بې ګټې غړي ته ورکړل شوی دی. همدغه احساس هر وخت په کورنیو کې ستونزې راپیدا کوي.

زموږ ټولنه:

په فلم کې رښتیا هم ښځه کمزورې ښودل شوې ده، خو په وروستۍ برخه کې د کیا د مور دلیل قانع کوونکی دی، ځکه دا ستونزه زموږ په ټولنه کې هم شته، زموږ ټولنه کې چې د کورنۍ کوم غړی پيسې ګټي په نوره کورنۍ ځان لوړ حسابوي او لوړ لا څه چې فکر کوي، د دې کورنۍ اصلي رهبر همدا دی او نور غړي باید د ده تر لاس یا اغېز لاندې وي. همدا لامل کېږي چې ګټيالی هڅه کوي؛ د کورنۍ د نورو غړیو خپلواکۍ صلب کړي، یانې هره پرېکړه باید د ده یا د دې په خوښه وي، نور څوک دې مستقیمې اړیکې نه لري. د ده اغیز دې محسوس وي او خلک يې باید احسان ومني. په داسې وخت کې که کورنۍ یوه وړه پرېکړه کوي او د ګټيالي یا ګټیالۍ د خوښې وړ نه وي؛ نو د کیا غوندې د مقابل لورې په ټول صداقت شک کوي او فکر کوي، چې هغه د دې/ د ده له حکمه سرغړونه کوي.

تمثیل:

د فلم ډيکورېشن ډېر ښه شوی دی، منظرونه یې ښایسته دي، د ارجن کپور تمثیل ښکلی دی، لامل یې دا دی چې تر ده مخکې 2 states فلم هم د کورني ژوند کیسه وه او خلکو ډېر خوښ کړی و.

د کرینه کپور تمثیل یو څه ستونزې را ولاړې کړي دي، لامل یې دا دی، چې په فلم کې څو ځایه ارجن کپور کرینا کپور ښکل کړي او ویل کېږي، چې دا کار د سیف الله علي خان نه دی خوښ شوی، بلکې ځېنې هندي رسنۍ خو خبر ورکوي، چې د دې ښکلولو له امله د کرینه کپور خان او سیف علي خان د جلا کېدو او طلاق خبرې اترې روانې دي.

پيژندنه:

فلم: Ki & ka

ژبه: هندي

لیکوال او لارښود: Rbalki

کال: ۲۰۱۵

لګښت: درې میلیونه ډالر

کاروبار: پنځلس میلیونه ډالر

د فلم موده: ۱۲۶ دقیقې

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام