امنیتي سرچینې وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ «افغانیهدره» کې د محلي پولیسو او ولسي پاڅون کوونکيو پر پوستو بریدونه کړي دي.
یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وویل، دغه برید کې ۷ محلي پولیس او ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
په ورته وخت کې د کاپیسا د امنيې قومندانۍ ویاند شایق شورش یوازې برید تاییدوي خو وايي، د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۳ طالبان هم وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.