کاموال: د دولتي پوهنتونونو ځېنې استادان له اوامرو سرغړونه کوي

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې د دولتي پوهنتونونو ځېني استادان د پوهنتونو په رسمي ساعتونو کې ځي او په خصوصي پوهنتونونو کې درس ورکوي.

د دغه وزارت د خصوصي پوهنتونونو برخې رییس امیر کاموال سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې څو ځلې یې دغو استادانو ته خبرداری او لیک لیږلی دی، خو دوی لا هم خپلو چارو ته ادامه ورکوي.

د ده پر خبره، زیات شمېر یې د حقوقو، اقتصاد او انجینیرۍ پوهنځي استادان دي.

کاموال وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت تصمیم نیولی، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د دولتي پوهنتون استادانو تدریس قانوني کړي او په هغه صورت کې د دولتي پوهنتون استادان په خپل رسمي ساعت کې نه باید په خصوصي پوهنتون کې تدریس وکړي.

د دغه وزارت د خصوصي پوهنتونونو د برخې رییس وايي، چې دغه ریاست له خصوصي پوهنتونو نه جدي څارنه يپل کړې ده او په هغه صورت کې چې دغه استادان له ناقانونه تدریس نه تېر نه شي دوی به یې له تدریس څخه محروم شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او اقتصاد پوهنځي ځېنې زده کړیالانو هم وايي، چې یو شمېر استادان یې په رسمي ساعتونو کې ټولګیو ته نه ځي او وايي، چې یواځې ازموینو ته په نږدې ورځې کې راځي او څو عنوانه درس په یوه درسي ساعت کې وايي.

د  دغو زده کړیالانو په باور په خصوصي پوهنتونو کې د دولتي پوهنتون استادانو د تدریس لامل د دغو پوهنتونو له خوا د زیاتو امتیازاو ورکول دي.

خو د لوړو زده کړو د نشراتو رییس صفي الله جلالزی وايي، چې د دولتي پوهنتون استادان له ۲۵ تر ۶۵ زرو پورې معاشونه لري او هیڅ استاد حق نه لري، چې د ګهیځ له ۸ بجو د مازدیګر تر ۴ بجو پورې په خصوصي پوهنتونو کې درس ورکړي.

د جلالزي پر خبره، لوړو زده کړو وزارت به له دغو استادانو سره جدي چلند وکړي.

له بل لوري په لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونو برخې رییس وايي، چې له خصوصي پوهنتونو څخه د دوی څارنه روانه ده. او وايي، چې ځېنې خصوصي پوهنتونونه مسلکي استادان نه لري او یو شمېر یې تر ۱۴ ټولګي پورې زده کړې دي.

د لوړو زده کړو د نوي قانون له مخې کوم کسان چې غواړي په پوهنتونو کې د استاد په توګه درس وکړي لږ تر لږه د ماسترۍ تر کچې زده کړې ولري.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۲۰ خصوصي پوهنتونونه او لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي

له دې جملې نه ۵۴ د لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه په کابل او ۶۶ نور یې په نورو ولایتونو کې فعالیت کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام