د بریتانیا دولت سبا ورځ د (جولای په ۲۰مه) له ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول له داعش سره د مبارزې په تړاو خپله کړنلاره معلوموي.
د دغه هېواد لومړي وزیر ډویډ کامرون له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دې ته لېواله دي، چې د ترهګرۍ په ځپلو خپلې کړنې لا ګړندې کړي، خو د دې کار لپاره د دغه هېواد د پارلمان ملاتړ ته اړتیا لري.
هغه له داعش سره د مبارزې په اړه د خپل احتمالي رول په اړه ویلي، چې تر اوسه دغه موضوع د خبرو اترو او مشورو په مرحله کې ده. خو په ورته وخت کې یې داسې وښودله، چې له امریکا سره په ګډه په عراق او سوریې کې د داعش له د جوړ شوي (خلافت) په له منځه وړلو کې ژمن دي.
ویل کېږي، د بریتانیا لومړی وزیر به سبا ورځ په خپلې وینا کې هغو ځوانانو ته هم خطاب وکړي، چې غواړي له داعش ډلې سره یو ځای شي. د راپورونو پر اساس هغه به په دغه بیانیه کې د خپل هېواد ځوانانو ته ووايي: «که چېرې هلکان وئ؛ نو ستاسو مغز به در ومنیځي، مفنجره وسلې به درکړي او په بمونو به مو والوزوي. او که نجوني واست، تاسو به خپل مال وګڼي او ډېرې به مو وځوروي.«
د داعش ډلې زیات فعالیتونه د سوري او عراق په بېلابېلو سیمو کې دي او ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي.
یوه اونۍ وړاندې هم د بریتانیا ورځپاڼو د داعش د ځپلو په تړاو د ځانګړو ځواکونو پر جوړېدلو د لګېدونکې سرمايې په اړه د ډیویډ کامرون له خولې خبرونه خپاره کړي وو.
د راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد لومړي وزیر له امنیتي مسولینو غوښتي، چې د نظامي ځواکونو د ځواکمنتیا او د جاسوسي الوتکو په اړه خپله بررسي ژر تر ژره پای ته ورسوي.
کامرون د داعش د ځپلو لپاره د زیاتې بودیجې د ځانګړې کولو خبره هم کړې وه.
بریتانیا په اوس وخت کې د ائتلاف د یوې برخې په جوړولو کار کوي، چې په سوریې او عراق کې داعش ډله وځپي.
ویل کېږي، چې ډويډ کامرون د داعش د بمباري کولو غوښتونکی هم دی.