کارپوهان: ایران غواړي د امريکايي ضد فکرونو ته ارزښت ورکړي

د طالبانو يوه معتبره سرچينه وايي، چې په دې وروستیو کې د دغې ډلې د سياسي دفتر یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ محمد طیب اغا ګاونډي هېواد ایران ته سفر درلود.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ليکلي، چې په دې سفر کې د ګاونډي هېواد ایران له چارواکو سره د افغانستان د فعلي وضعیت، سیمې، اسلامي نړۍ او په ایران کې د شته افغان مهاجرینو د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه ذبیح الله مجاهد د طالبانو په رسمي پاڼه کې کاږلي دغه سفر د هغو عادي سفرونو یوه برخه ده، چې د اسلامي امارت پلاوي یې وخت په وخت د نړۍ مختلفو هېوادونو ته د دوه اړخیزه موضوعاتو څېړلو، اړیکو جوړولو، پراخولو او ټینګولو په موخه تر سره کوي.

هغه ليکلي، چې د دوی پلاوو له دې وړاندې جاپان، فرانسې او چین ته هم سفرونه کړي او په راتلونکې کې به هم دا لړۍ روانه وي.

په دې اړه بیا ځينې افغان کارپوهان بیا بېلابېلې تبصرې لري.

د سياسي چارو کارپوه عصمت قانع وايي، طالبان منسجمه پالیسي نه لري، په همدې اساس تل د نورو استخباراتي کړیو له خوا استعماليږي.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، ایران تل د سیمې پالیسۍ په باره کې خپلې ګټې په نظر کې نیسي، دا چې دا ګټې په هر چا کې خوندي وي.

قانع زیاتوي ایران کوښښ کوي، چې په طالبانو کې امریکايي ضد فکرونو ته ارزښت ورکړي.

همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې طالبان د ځېنو فارس خلیجي حوزو هېوادونو او پاکستاني استخباراتو له خوا کارول کېږي.

د ده په اند ښايي دا ځل یې هم یا د پاکستان او یا هم د خلیجي هېوادونو له خوا ورسره لیدلي وي.

اخوا د سياسي چارو کارپوه کابل خان تدبیر بیا وايي، طالبان اوس په دې پوهېدلي هغه څوک، چې له پېله تر اوسه پورې مرستې کړي، نن ورته هغه خلک وفادار نه دي، نو په وينا يې په دې اساس ایران او پاکستان د خپلو ګټو له پاره د همدوی په مرسته کار کوي.

تدبیر خان زياتوي، د طالبانو او ایران ترمنځ، چې کومه فضا تر اوسه سمه وه هغه د ډهلي، مسکو او ایران د مثلث له خوا خراب شوی و.

خو په وينا يې، اوس طالبان د ملاتړو او ایران د یوې استخباراتي کړۍ د پېدا کولو له پاره هڅه کوي، چې خپلو کې سره ښې اړیکې ولري.

د ده په وينا، په دې کې شک نه شته، چې طالبانو به ایران ته د ځېنو پټو موضوعاتو له پاره سفر نه وي کړی، خو ایران د نړېوالو مناسباتو او هغو اړیکو له مخې، چې د افغانستان او نورې نړۍ سره یې لري نه شي کولی د دې څرګندونه وکړي، چې طالبان د دوی هېواد ته ورغلي وو.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت بیا دغه خبرې په کلکه ردوي او وايي، چې د طالبانو په نامه هیڅوک ایران ته نه دي ورغلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانده مرضیه افخم

په خبره:"هر هغه چا چې دغه ډول راپورونه خپاره کړي، له هغوی به پوښتنه وشي."

خو د سياسي چارو کارپوه فردوس کاوش بیا په دې اړه جلا څرګندونې ولري.

هغه وايي، چې د ایران استخباراتي کړۍ د دغه هېواد د رهبر ایت الله خامنه يي په لاس کې دی او هغوی د روحاني له دولت سره کار نه لري.

د نوموړي په وينا استخبارات خپل کار کوي او ځان رسنيو او نورو بنسټونو ته ځواب ویونکی نه بولي.

د کاوش په وينا د ولسمشر روحاني څانګه بیا نه غواړي، چې ځان په مسوولیت کې واچوي، ځکه دده په خبره که چېرې حکومت يې دا خبره ومني، نو بیا کېدای شي د افغان حکومتي چارواکو له لوري له دوی نه سپيناوی وغوښتل شي او مسله په یو سياسي جنجال بدله شي.

د ویلو ده، چې تېره ورځ په دې اړه د سياسي چارو شنونکو سلام وطندار ته داسې وویل، چې ایران او طالبان د یوې معاملې په هڅه کې دي.

ځينو بیا داسې ويل، په افغانستان کې د داعش له ډلې طالبان سخته انديښنه لري، ځکه پر وینا یې دوی په دې ویره کې دي، چې افغانستان د مذهبي جګړې په ډګر بدل نه شي او داعش ډله مشروعیت پېدا نه کړي.

داسې ګنګوسې هم شته، چې ایران هم په خپلو پولو کې له یوشمېر عربي هېوادونو سره د داعش په مسله کې اخته دی او غواړي د ختیځ لور یانې افغانستان څخه د داعش خطر نه لا له وړاندې مخه ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام