د پخواني او اوسني حکومت چارواکیو، د احمدشاه مسعود بنسټ، د نوموړي زوی او یوشمېر ځوانانو د شهید اوونۍ په مناسبت کابل کې د وینې ورکولو کمپاین پیل کړ.
د ولسي جرګې پخواني رییس یونس قانوني چې پهدې کمپاین کې یې ګډون کړی و وویل، د نامدني فعالیتونو پرځای چې د هېوادوالو د وېرې لامل ګرځي، ښه دی چې د افغان ځواکونو ټپیانو ته وینه ورکړل شي.
په همدې حال کې یو ځوان الیاس رهیاب چې وینه یې ورکړې وايي، پهدې کار سره غواړي د هېوادوالو او امنیتي ځواکونو لاسنیوي وکړي.
نوموړی له هغو کسانو چې د شهید اوونۍ نمانځنې په پلمه ښار کې وېره خپروي غواړي چې د شهید احمدشاه مسعود روح نارام نهکړي.
بلخوا د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايي، حکومت د شهید اوونۍ د مراسمو نمانځلو لهپاره پوره امنیتي تدابیر نیولي، خو په وینا یې چې دې برخې کې د خلکو همکاري هم اړینه ده.
عبدالله زیاتوي، په داسې ورځو کې باید د دې پرځای چې ښار کې وېره خپره کړو، ښه دی چې د شهیدانو روح ته د دوعا ترڅنګ، خپلو امینتي او دفاعي ځواکونو ته چې هره ورځ د هېواد او خلکو ساتلو لهپاره قرباني ورکوي، وینه ورکړو.
د شهید اوونۍ په مناسبت داسې مهال د وینې کمپاین پیلېږي چې په تېرو کلونو کې یوشمېر خپلسرو وسلهوالو د دې اوونۍ او شهید احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین نمانځلو په مناسبت په ښار او سړکونو کې هوايي ډزې کولې چې یوشمېر کسانو ته یې د مرګژوبلې اړولو ترڅنګ، په ښار کې وېره او وحشت هم خپراوه.