څو شېبې مخکې د کابل په لویدیځ کې د شپږمې حوزې اړوند د مزاري تکیهخانې سره ځانمرګی برید شوی.
دا برید پهداسې مهال کېږي چې د محمدمحقق په مشرۍ د ګوند له لوري د مزاري په تکیهخانه کې د عبد العلي مزاري د مړینې ۲۳ تلین نمانځل کېد.
د کابل امنیه قوماندان محمد داود امین وايي چې پهدې برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شويدی.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي نصرت رحیمي وايي چې پهدې برید کې ۷ تنه وژل شوي چې پولس هم پهکې شامل دي.
د ښاغلي رحیمي په وینا، ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د مراسمو ته داخل شي؛ خو د امنیتي ځواکونو له لوري له پېژندلو سره یې هممهاله ځان ته چاودنه ورکړه.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت نهدی منلی.