د کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې يې د وسلو او مقناطيسي ماینونو یو پټنځای چې په هدفي وژنو کې ترې ګټه اخیستل کېده، کشف او ترلاسه کړی دی.
له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ترهګرو غوښتل له دې جنګي وسایلو نه په کابل ښار کې په يو لړ پېچلو هدفي وژنو کې کار واخلي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه پټنځای يې په کابل کې یوه استوګنیز کور کې کشف کړی دی.
خبرپاڼه زياتوي چې له یاد پټنځای نه ۴۸ میله قلمي ډوله وسلې، ۱۴ کړۍ مقناطیسي ماینونه او ۸۵۰ مټره ثانیه سوځوونکې فلیتې ترلاسه شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، د دې پټنځای په کشف سره په کابل کې له ګڼو هدفي وژنو مخنیوی شوی دی.