د غزني مقر او ګېلان ولسوالۍ له طالبانو پاکې شوې

د غزني ولایتي چارواکي وايي، د خنجر په عملیاتو کې د مقر او ګېلا ولسوالیو ټول کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.

د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې ۶۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ۴۱ تنه طالبان ټپیان شوي دي.

د دې ولایت سرپرست موسی خان اکبرزاده د جمعي ( اپریل ۲۴مه) ورځې په یوې خبري ناسته کې خبریالانوته وویل، نور احمد طیب، الهام سعادت، محسن او بابي د طالبانو مشهور قومندانان د خنجر په عملیاتو کې وژل شوي دي.

اکبرزاده زیاته کړه، چې ۱۷ پاکستاني طالبان هم د وژل شویو په ډله کې دي.

د غزني ولایت د پولیسو د امنیت امر اسدالله انصافي په ناسته کې وویل، چې په دې عملیاتو کې ۱۰۱ کړۍ بمونه کشف او له منځه وړل شوي دي او له ۵ زره کیلو ګرامو نه زیات چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.

انصافي دا هم وویل، چې په خنجر عملیاتو کې د طالبانو درنې وسلې او له ۱۰ زیاتې موټرې او موټرسایکلونه له منځه تللي دي.

د یاد ولایت د امنیت امر وویل، چې په دې عملیاتو کې ولسي وګړیو ته زیان نه دي اوښتې او یواځې یو سرباز ټپي شوی دی.

له دې وړاندې طالبانو د عزم په نوم د پسرلنیو عملیاتو اعلان کړی و.

د تېرې جمعې شپې په نیمايي کې طالبانو د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

طالبانو د تېرې جمعې په شپه څلور توغندي د غزني په ښار توغولي دي.

خو د ولایت امنیتي مسوولینو د تېرې ورځې په خبری ناسته کې وویل، چې په دې توغندیزو بریدونو کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

غزني په ختیځ کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی او طالبان د دې ولایت په څو ولایتونو کې فعالیت لري او په دې ولایت کې له څو میاشتو را په دې خوا د برمته نیونی څو پېښې هم شوي دي.

خنجر عملیات له تېرې چهارشنبې راهیسې د غزني ولایت د مقر او ګیلان ولسولیو کې د طالبانو د موجودیت نه د پاکونې په مخه د امنیتي ځواکونو له خوا پیل شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام