د ژوند له رونق سره هممهاله په کابل کې د ګلو روزل او ساتل زیات شوي او ډېر وګړي دې برخه کې په کار کولو بوخت دي.
د ګلو له روزلو په کابل کې له ګُلونو سره د کابلمېشتو مینه او لېوالتیا هم ډېره شوېده.
د کابل ښار په زیاتره کورونو کې په متوسط ډول لږ تر لږه دوې زینتي ګُلدانۍ لیدل کېږي.
د ګُلونو روزونکي ـ چې له ګلونو او شنو بوټو سره سروکار لري ـ ځکه خوشاله دي چې د ګُلوو روزل نه یوازې یوه کاري بوختیا ګڼي، بلکې تفریح یې هم بولي. دوی پهخپله پهدې باوري دي چې د ګلونو روزلو سره یې روح ارام وي.
کابل ښار کې د ګلونو روزونکي وايي، پسرلي کې یې کاروبار ښه وي؛ خو ژمي کې د خزان له رالګېدو وروسته یې تر څوو میاشتو کاروبار یو څه کمېږي.
هارون او بریالي د ګلونو ساتلو خونې لري او نږدې دوو لسیزو راهیسې د ګلونو په روزلو بوخت دي.
دوی وايي، سره لهدې چې ډېره ګټه نه ترلاسه کوي؛ خو بیا هم له خپل کاروباره خوښ دي.
د دوی په وینا، داسې یو هېواد کې ـ چې خلک یې یو د بل له منځه وړلو په فکر کې دي ـ د ګلونو روزنه مناسبه بوختیا ده.
د ګلونو دغه روزونکي شاوخوا ۲ سوه ډوله ګلان روزي او د کابل دهسبز ولسوالۍ او پروان ولایت کې د ګلونو لوی فارمونه لري.
دوی وایي، ځېنې ګلان د افغانستان او یو شمېر یې هم د پاکستان او نورو هېوادونو دي.
د دغو ګلانو نرخونه له ۵۰ افغانیو نیولې تر ۲۵۰۰ او ۴ زرو پورې رسېږي او ځېنې ترکي ګلان لکه، لابسن ۲۵ زره افغانۍ بیه لري.
د کابل ښار اوسېدونکیو هېواد کې له روان ناوړه وضعیته د تېښتې لهپاره، د ګلونو او شنو بوټو روزلو ته مخه کړې او سره لهدې ـ چې خپلو کورونو کې وړې باغچې لري ـ ګُلخانهيي ګلان هم روزي.
دوی وايي، له روحي او رواني اړخه ګلونو سره وخت تېرول، په خلکو مثبت اغېز کوي او دوی هڅه کوي د ژوند کولو لهپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.
د کابل دوه اوسېدونکي بشیراحمد پهخپله هم له ګلونو سره مینه لري او کور کې هم پنځه ډوله ګُلان لري چې عطري، سوسن، کاکتوس او الویرا یې له ډولونو څخه بولي.
فرهاد شیدا بیا ګُلان داسې څه بولي چې په کور کې موجودت یې انسان زړهتنګي ته نه مجبوروي. دی ـ چې خپله هم په کور کې ګلان لري ـ وايي، ګلان او شنه بوټي انسان ته ارامتیا ور بښي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دغه وزارت هېواد کې د ګلونو روزلو د ترویج لهپاره کار کوي او دا مهال کابل کې د ګلونو روزلو ۴ لویې خونې د جوړېدو په حال کې دي او څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
ښاغلی رستمي زیاتوي، د کرنې وزارت د هغو کسانو او شرکتونو ظرفیتلوړولو لهپاره ـ چې په خصوصي توګه د ګلونو روزلو برخه کې کار کوي ـ زمینه برابروي.
دی په ورته وخت کې دا هم هم وايي چې څه مودې مخکې یې د ۲۸ ولایتونو استازي ـ چې د ګُلونو په برخه کې کار کوي ـ مرکز ته راغوښتي وو او د دوی د تخنیکي ټیم له لوري زدهکړل ورکړل شوې.
د کابل زیاتره ګلروزونکي، د کابل ولسوالیو، پروان او ننګرهار ولایتونو کې هم د ګلانو سترفارمونه لري چې څو جریبه ځمکه یې نیولې ده.
کابل ښار کې د ګلونو خونې هره ورځ د لمریزې برېښنا په وسیله ګرمېږي؛ خو د شپې لهخوا زیاتره ګلروزونکي د سکرو، لرګیو او ګازيبخاریو په وسیله د ګلانو خونې ګرمې ساتي.
دا چې لابسن، کاکتوس، د انګورو بوټی، عطري، جري بند، ناخن عروس او نور ګلان ژمي کې د یخ او اوړي کې د ګرمۍ پر وړاندې مقاوم دي؛ له هغو ګُلانو دي چې د کال ټولو موسمونو کې پېرېدونکي لري.