کابل کې د کاناډا او اسټرالیا سفیران: د طالبانو تاوتریخوالی «ناهیلی‌کوونکی» دی

په کابل کې د اسټرالیا او کاناډا سفیران وايي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالي سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې دي.

په کابل کې د اسټرالیا سفیر جفري ټوټ او د کاناډا سفیر ډیف متکف په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، سره له دې چې امنیتي او دفاعي ځواکونو تاوتریخوالی کم کړی، خو طالبانو زور ورکړی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې چې نن خپره شوې لیکل شوي، د طالبانو له لوري چې د یوشمېر خلکو د استازولۍ ادعا لري، د تاوتریخوالي زیاتوالی ناهیلی‌کوونکی دی. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې طالبان باید تاوتریخوالی کم او د سولې پر خبرو اترو تمرکز وکړي.

د کاناډا او اسټرالیا سفیرانو د ګډې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې وروستي بریدونه چې د یوشمېر دیني عالمانو، روغتیايي کارکوونکو او د بشري حقونو ملاتړو ژوند یې واخیست، دردوونکي بللي دي. دغو سفیرانو د یادو پېښو د څېړلو او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام