یوشمېر کابل ښاریان د سړک غاړې او چسپکي ماینونو د چاودنو زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي او وايي، حکومت او امنیتي ادارې د کابل ښار او یوشمېر ولایتونو د امنیت خونديتوب کې پاتې راغلي دي.
دوی وايي، د سړک غاړې او چسپکي ماینونو چاودنو د پلازمېنې ارامي له منځه وړې ده.
د کابل ښار اوسېدونکي محمدجمعه سلاموطندار ته ویلي چې د دولت او امنیتي ادارو ناکاري په هېواد کې د ناامنیو ډېرېدو لامل شوې ده.
د نوموړي په وینا، که کشفي او استخباراتي ادارې په ښه ډول خپلې دندې ترسره کړي، د کابل ښار په ګډون، د نورو ولایتونو امنیت به هم ښه شي.
د پوځي چارو شنونکي عتیقالله امرخېل سلاموطندار ته وویل، تر هغه چې کشفي او استخباراتي ادارې فعاله نه شي، وضعیت نه ښه کېږي او د امنیتي تړون پروګرام هم نمایشي بڼه لري.
خو د کابل د امنیې قومانداني ویاند فرودوس فرامرز وايي، امنیتي ادارې شپه او ورځ هڅه کوي چې د پلازمېنې امنیت خوندي کړي.
د فرامرز په خبره، امنیتي ځواکونو په یوه میاشت کې ۲۶ کړۍ ځای پرځای شوي ماینونه کشف او شنډ کړي او ۸ کسان یې د سړک غاړې ماین اېښودو په تور نیولي دي.
په دې وروستیو کې په موټرو او د امنیتي ادارو په رنجرو پسې د نښلول شویو ماینونو چاودنو او د کابل په ګډون، په نورو ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنو زیاتوالی موندلی، خو هېڅوک یا ډله یې مسوولیت پر غاړه نه اخلي.