کابل کرکټ لوبډلې د افغان بیسیم کپ اتلولي وګټله
دپلازمېنې کابل په نړیوال لوبغالي کی پیل شوې د (افغان بیسیم کپ) ترنامه لاندې شل اوریزه سوداګریزې کرکټ سیالۍ د کابل کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.
د افغانستان کرکټ بورډ درسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام وطندار راډیو ته وویل چې د دې سیالیو په وروستۍ (فاینل) لوبه کې کابل لوبډلې د ۱۲ منډو په توپیر د (ایم اې) کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ښاغلي هوتک په وینا چې نننۍ لوبه کې (ایم اې) کرکټ لوبډلې د پچې په ګټلو سره کابل لوبډلې ته د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه. د نوموړي په وینا چې کابل لوبډلې په لومړي وار لوبې کولو سره مقابل لوري ته ۱۳۹ منډې جوړ کړې. په دې سیالیو کې درویش رسولي ۴۱ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې کابل لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو په ۲۰ اورونو کې ۱۳۹ منډې جوړې کړي، چې مقابل لورې ته يې د بریا هدف ۱۴۰ منډې وټاکه. د دې هدف د تر لاسه کولو په موخه د (ایم اې) لوبډلې لپاره لومړۍ لوبه نه کول له تاوانه ډکه پریکړه ثابته شوه.
ایم اې لوبډلې په درې اورونو کې د ۱۲۷ منډو په جوړولو سره خپل وروستی لوبغاړی انعام الله هم له لاسه ورکړ. امجد شینواري د دې لوبډلې په ګټه د هدف ترلاسه کولو کوښښ وکړ خو د نوموړي ۲۴ منډو هیڅ ګټه و نه کړه.
د افغان بیسیم کپ ترنامه لاندې په دې شل اوریزو لوبو کې دولس لوبډلې په څلورو ګروپونو کې لوبېږي، چې د د ټورمنټ د معلوماتو له مخې د توپوهنې په برخه کې امان الله نورستانی د ۱۴۱ منډو په ترسره کولو لومړی، حضرت الله ځاځی د ۱۲۳ مڼدو په ترسره کولو دویم او شکور د ۱۱۳منډو په ترسره کولو درېیم مقام خپل کړ.
همدارنګه د ښو توپ اچوونکو په برخه کې نعمان د یوولسو تنو په سوځولو لومړی، انعام الله د نهو تنو په سوځولو دویم او جاويد ساپي د اتو تنو په سوځولو درېیم مقام تر لاسه کړ.
یاده دې وي د افغان بیسیم کپ تر نامه لاندې د دوولسو لوبډلو ترمنځ دغه سيالي د روانې میلادي میاشتې په دولسمه پیل شوې چې نن پای ته ورسېدې.