کابل ښاریان: د اوبو رسولو یو خصوصي شرکت مو پیسې حیف و میل کړي دي

د کابل ښار ۱۵ ناحیې اوسېدونکي شکایت کوي، چې د څښاک اوبو رسولو یو خصوصي شرکت له دوی څخه په را ټولې کړو پیسو سوداګري کوي.

د دغې سیمې اوسېدونکي وايي، چې د خالق یار پیوندي په نوم د اوبو رسولو خصوصي شرکت د یادې ناحیې له هر کور څخه دوی ته د څښاک اوبو د ورسولو په بدل کې ۱۵زره افغانۍ را اخیستي دي.

د ۱۵ ناحیې اوسېدونکی محمد حسن سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د "یارپيوند" شرکت سره یې تړون کړی و، چې د لسو کلونو له پاره به دغه شرکت دغو شمېر کورنیو ته د څښاک اوبه راوړي، خو د یو کال په تېرېدو سره دوی ته یې تر اوسه پورې اوبه نه دي رسولي.

دغه خلک وايي، چې یاد شرکت د اوبو په بهانه له هر کور څخه د دویم ځل له پاره ۳۵۰۰ افغانیو غوښتنه کړې ده، چې د شرکت دغه کار د تړون خلاف دی.

د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اوسېدونکو سلیم شاه او ایمل سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ناحیې د خلکو او شرکت تر منځ په لاس لیک شوي تړون کې راغلي دي، چې دوی به لس کلونو دوی ته اوبه رسوي.

دغه خلک وايي، چې دوی د اوبو د نشتوالي له سختې ستونزې سره مخ دي او دغه شرکت پوره یو کال هم اوبه نه دی ور رسولي.

د دوی پر خبره، څو ځلې ماشومان د اوبو راوړلو له امله د اوبو تر ټانکر لاندې شوي دي او وژل شوي دي.

د ناحیې خلکو سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ۵ تنه ماشومان تر اوسه پورې د اوبو د راوړلو له امله په لاره کې د ټانکر لاندې شوي دي او وژل شوي.

په ورته وخت کې د خالق یارپیوندي د شرکت رییس نوروز وایي، چې محیطي ستونزې او د اوبو د سطحې ټېټدل د دې لامل شوي چی د ۱۵ ناحیې خلکو اوبه بندې شي.

د نوروز په وینا، چې دوی به د ۱۵ ناحیې د اوسېدونکو له پاره اوبه له بل ځای څخه اوبه ورکړي او په دې برخه کې ۵۰ سلنه کار یې پای ته رسېدلی.

د خالق یار پیوندي د شرکت مشر زیاتوي چې تر یوې میاشتې به دوی د اوبو نل لیکې وغځوي او د ۱۵ ناحیې د اوسېدونکو د اوبو رسولو بهیر به بیرته منظم شي.

د دې شرکت مشر وايي، چې د ناحیې اوسېدونکو ته یې ۶ میاشتې اوبه ورکړي دي او له دې درکه یې له لسو میلیونو افغاینو زیاتې پیسې د شرکت پوروړلي دي.

دوی وايي، چې که د سیمې خلک د شرکت پیسې ورکړي ډېر ژر به یې د اوبو چارې تنظیم شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام