کابل ښاروالۍ: سږکال به ۲۰۰ کیلومټره سړک ورغول شي

کابل ښاروالۍ وايي، د دوی د پلان له مخې روان لمریز کال کې د ۱۲۷،۵ میلیونه ډالرو په لګښت پلازمېنه کې ۲۰۰ کیلومټره سړک پوخ او ورغول شي.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس عبدالجلیل سلطاني سلام وطندار ته وویل، ټاکل شوې د ۲۰۰ کیلومټره سړک کار تر راتلونکو دوو میاشتو پیل شي.

د سلطاني پرونیا د دې سړکونو په جوړلو سره به د کابل ښاریانو ډېرې ستونزې حل شي.

دی وايي، لګښت یې د نړیوالو همکارانو د کابل ښاروالۍ له امکاناتو برابر شوی دی.

د ښاروالۍ د نشراتو رییس ډاډ ورکړ، چې د سړکونو د جوړولو او رغولو له کاره جدي نظارت کېږي او په نړیوالو معیارونو برابر به جوړ شي.

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، دوی د کابل ښار د ستونزو حل کولو له‌پاره په یوولس کلن پلان کار کړی؛ دغه پلان به په لنډ‌مهال، منځ‌مهال او اوږدمهاله دورو کې عملي شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام