کابل د اقلیمي بدلون د غونډې کوربه و

کابل نن «په افغانستان کې اقلیمي بدلون، ګډ ګواښ او ټولیز ځواب» د غونډې کوربه و. دا غونډه په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون په اړه جوړه شوه.

د چاپېرساتنې ملي ادارې عمومي رییس شاه‌زمان میوندي په دې غونډه کې وویل، د افغانستان حکومت هرکال د ماليې وزارت په ملاتړ له خپل پراختیايي بودیجې نه ۱۰۰ میلیونه ډالر د چاپېرساتنې برخه ته ځانګړي کوي.

 د میوندي په وینا، د چاپېریال ساتنې اداره غواړي له ۲۰۲۰ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ د چاپېریال او د اقلیمي بدلون د ګواښ مخنیوي برخه کې ۱۷.۴ میلیارده ډالر ولګوي چې د نړۍ‌وال شنه اقلیم صندوق له‌خوا ورکول کېږي.

په همدې حال کې افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پییرمایدون وايي، اقلیمي بدلون په افغانستان کې د وخت په تېرېدو سره زیاتېږي او په وروستیو کلونو کې ترځمکې لاندې اوبو کموالی او سخته وچکالي یې ښې نښې دي.

افغانستان کې د اوبو کموالی، هغه ستونزه ده چې په وروستیو کلونو کې یې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي او ان له خپلو سیمو څخه د ډېری افغانانو د بې‌ځایه کېدو سبب شوې‌ده.

د چاروکارپوهانو په باور، د اوبو کموالی او وچکالي به تر ۲۰۱۳۰ م کال پورې د افغانانو له‌پاره سترسرخوږی جوړ کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام