اعتراض‌کوونکي: د ماورای کوکچه ولسوالیو د سړک کار پیل کړئ

د تخار ولایت د ماورای کوچې ولسوالیو اوسېدونکي له حکومته د دې ولسوالیو د سړک پخولو غوښتنه کوي.

دوې میاشتې مخکې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د دې سړک د پخولو چارې قرارداد ته وسپارل شوې؛ خو تر دامهاله یې کارونه نه‌دي پیل شوي. د ماورای کوکچې ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د لارې د خرابوالي له امله په اوونۍ کې څو ناروغان روغتون ته د نه رسېدا له امله په لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوی خبرداری ورکوي، که حکومت د دې سړک د پخولو چارې ژر پیل نه‌کړي «سړکونو ته به راووځي»

له‌دې سره هم‌مهاله ځايي مسوولان د دې سړک د ژر پخولو خبر ورکوي.

د تخار د والي ویاند سنت‌الله تیمور وايي، حکومت ډېر ژر د دې پروژې کارونه پيلوي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون دوې میاشتې مخکې ویلي وو چې د دشت‌کلا او خواجه‌بهاوالدین د سړکونو د پخولو چارې یې فیض او الیاس دوو شرکتونو ته سپارلې دي. د دې شرکتونو مسوولان وايي چې حکومت ورته تر دامهاله د کار د پیلولو اجازه نه‌ده ورکړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام