پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف ته نږدې کسان سلاموطندار ته وايي چې ارګ او سپېدار د سياسيو جنجالونو حل لپاره هوکړې ته نږدې شوي.
د سياف نږدې کس داوود کلکاني وايي، ښايي چې ولسمشر محمد اشرفغني او عبدالله عبدالله تر راتلونکيو ۲ ورځو پورې يوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود وايي، تر اوسه پورې جنجالونه پر خپل ځای دي.
حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني او کریم خلیلي هڅې کوي چې په افغانسان کې سياسي جنجالونه پای ته ورسوي.
له بل پلوه نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه امريکا هڅه کوي چې ارګ او سپېدار ټولشموله حکومت جوړولو باندې قانع کړي.
د عبدالله يو نږدې کس فضل احمد معنوي سلاموطندار ته وايي، سياسي حل لپاره يې خپلمنځي خبرې پيل کړي او ډېر ژر به د خپلو خبرو پايله له نړيوالې ټولنې او ارګ سره شريکې کړي.
ارګ وايي، د ټاکنو ورستۍ پايلې اعلان شوې دي او همدا پايلې د منلو دي؛خو سپېدار وايي چې د ټاکنو پايلې دې لغوه شي.