د ولسمشرمحمد اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینهپال سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ډېر ژر به د افغاني سولې د خبرو اترو د پیلېدا په اړه د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران افغانستان ته رسمي سفر وکړي.
دی زیاتوي، کابل ته د پاکستاني پلاوی له راتلو وروسته به د افغاني سولې په تړاو د څلوراړخیزې غونډې ځای او نېټه معلومه شي.
مینهپال د څلوراړخیزې غونډې اجنډا له ترهګرۍ سره مبارزه او د سولې له لارې د هغې نقشې تعقیبول دي، چې پخوا پرې هوکړه شوېوه. د ده پر وینا، هغه ترهګریزې ډلې چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي؛ پاکستان د هوکړې له مخې هڅه کوي، چې هغوی حاضر کړي.
دی هیلهمن دی، چې د سولې دا پړاو ښې پایلې ولري.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا هم کابل ته د پاکستاني پلاوی راتلو ته سترګې پر لاره ده.
د دې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار سلام وطندار ته وویل، که د افغان سولې په اړه د پاکستان دریځ بدل شي؛ لهدې غونډې د ښو پایلو تمه نهشي کېدلی.
د چارو ځېنې کتونکي هم باوري دي، چې ښایې دا ځل د سولې په اړه د څلوراړخیزې غونډې پایلې ښې ځکه وي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو په لویو سیاستونو کې ځېنې بدلونونه او لوی ایتلافونه لیدل کېږي.
د سیاسي چارو شنونکی محمدحسن حقیار پر پاکستان د فشار ترڅنګ پهدې هم ټینګار کوي، چې ښايي د دې هېواد په سیاست کې هم بدلونه راغلی وي او د سیمې له حالاتو داسې معلومېږي، چې پاکستان په پخواني دریځ کې نه ښکاري.
حقیار زیاتوي، پاکستان اوسمهال پر طالبانو چندانې ډېر اغېز نهلري، ځکه چې دې ډلې اوس له نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړېدي. دی د سولې په خبرو کې د طالبانو د استازولۍ په توګه د پاکستان رول هېڅ او د وخت ضایع بولي.
د شانګهای سازمان غړیو هېوادونو د غونډې په څنډه کې د افغان ولسمشر محمداشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د ليدنې پرمهال د سولې د څلوراړخیزې غونډې په اړه هوکړه کړېوه.
په افغانستان کې د چین سفیر هم پرون ویلي وو، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان سولې په اړه منځګړیتوب وکړي.
تېر کال په افغانستان او پاکستان کې د سولې په اړه درې څلوراړخیزې غونډې جوړې شوېوې، چې بېپایلې پای ته ورسېدلې.