مشهور څېړونکي او تبلیغ کوونکي ډاکټر ذاکر نایک اسلام ته د خدمت پر اساس د سعودي عرب لوړ دولتي ایوارډ د یکشنبې په ورځ تر لاسه کړ.
په هندوستان کې د اسلامي څېړونو بنسټ مشر، ډاکټر ذاکر نایک په هغه ۵ اشخاصو کې شامل و، چې د شهزاده فیصل نړیوالې جایزې باندې ولمانځل شو.
ذاکر نایک د ( پیس ټي وي) په نوم د یو تلویزون بنسټ اېښودونکی دی، چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه مینوال او لېدونکي لري.
په دغه تلویزوني چینل کې بېلا بېلې اسلامي او دیني خپرونې خپرول کيږي او ترڅنګ یې په خپله ذاکر نایک، د بېلا بېلو دینونو سره اړه لرونکو وګړو پوښتنو ته ځواب وايي.
د شهزاده فیصل پرایز د اخیستو د مراسمو پر مهال نایک زیاته کړه، اسلام په نړۍ کې یواځينی دین دی، چې امن راوستلی شي.
ذاکر نایک د جایزې په توګه ورکړل شوي ۲ لکه ډالر (پیس ټي وي) ته ډالۍ کړل.
ذاکر نایک د خپلې پراخې مطالعې او پوهې په وسیله په نړۍ کې د یو لوی مذهبي پوهاند په توګه پيژندګلو تر لاسه کړې.
ذاکر نایک په انګلیسي، عربي، اردو او هندي ژبو خبرې کولی شي او په ټولو ژبو کې د اسلامي احکاماتو په اړه درسونه ورکوي.
ذاکر نایک دپوخ عمر لرونکی دی، په مخ رنګۍ ږیره لري او په زیاتره مجلسونو کې له دریشۍ او نیکټايي سره حاضريږي.
نایک په بېلا بېلو ژبو ځیني اثار هم لیکلي او د هغه تقریرونه هم په لیکنۍ بڼه او هم په کیسټونو کې بازارونو ته را وتي دي
په افغانستان کې دهغه لسګونه کتابونه پښتو او دري ژبو ته ترجمه شوي دي.