بیجنګ ويلي دي، چې دوی به د افغان سولې په تړاو خپلې هڅې تېزې کړي.
په بېجینګ کې د چین د بهرنيو چارو وزیر وانګ بیني افغان هم سیال صلاح الدین رباني سره د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي دي، چې هېواد یې د افغان سولې په تړاو د میانځګړي په توګه کار کوي.
وانګ د خپلو خبرو پر مهال له پاکستان هېله ښکاره کړې چې د افغان سولې په تړاو خپل ځانګړی رول ولوبوي.
وانګ همدا ډول ویلي دي، چې د افغان سولې ټېنګښت له پاره به یې هېواد د روسیې، هندوستان او ایران هېوادونو سره هم اړیکې ونیسي، چې هغوی هم په دې برخه کې خپله همکاري وکړي.
چين د افغان سولې د هلو ځلو په تړاو چمتوالی ښکاره کړی، چې په دې برخه کې به د جرګه مار او اسانتیاو رامنځته کوونکي رول عملي کړي.
وانګ بیني ویلي، چې د افغان جګړې ښکېل اړخونه دې د سولې له پاره داسې هر اړخیزه طرحه جوړه کړي، چې د ټولو له پاره د منلو وړ وي.
ده همدا ډول له طالبانو غوښتي چې د سولې د خبرو په اړه دې مثبت ګامونه واخلي. دنړیوالو رسنيو د خبر له مخې د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپلو خبرو کې د افغان حکومت دریځ باندې ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې جګړه دحل لاره نه ده او وسله والې ډلې باید دخبرو میز ته کښېني.
دا په داسې حال کې ده، چې دم ګړۍ د افغان سولې په تړاو ۳ اړخیزې؛ افغانستان، امریکا، پاکستان او ۴ اړخیزې؛ افغانستان، امریکا، چین او پاکستان ترمنځ هم ۲ ناستې ترسره شوي او ټاکل شوې، چې د دریځ ځل له پاره هم په نږدې راتلونکي کې په اسلام اباد کې سره کښيني.