چنایې سوپرکینګز او راجستان لوبډلې له (اې، پي، ایل) سیالیو وویستل شوې

د هندوستان سترې محکمې په (اې، پي، ایل) سیالیو کې د فساد دوسیې خلاف خپله پریکړه اعلان کړه، چې له مخې یې د کرکټ مینه وال او راتلونکې (اې، پي، ایل) کرکټ ټورنامنټ له ۲ سترو لوبډلو له لوبیدو څخه محروم شول.

راجستان او چنایې سوپرکینګز لوبډلې به د راتلونکو ۲ کلونو لپاره د هندوستان په سترو سوداګریزو (اې، پي، ایل) سیالیو له بندیز سره مخ وي.

اوسمهال د چنایې سوپرکینګز لوبډلې کپتاني مهندرسینګ ډهوني او د راجستان لوبډلې کپتاني اسټرالوې سټیفن سمت په غاړه لري.

دغه راز د محکمې د پریکړې له مخې د مهندرسینګ ډهوني په کپتانۍ کې دهندوستان کرکټ بورډ د مشرشري نوانس زوم او د چنایې سوپرکینګز لوبډلې مشر ګرونات او د راجستانۍ لوبډلې شریک مالک د بالیووډ ستوری شلپا شیټي میړه راج کندرا هم په (اې، پي، ایل) ټورنامنټ کې له عمر بندیزسره مخ شوی دی.

په (اې، پي، ایل) لوبو کې د فساد دوسیې څیړلو وروسته قاضي لودها په یوه رسنیزه غونډه کې اعلان و کړ، چې چنایې سوپرکینګز او راجستان او د دواړو لوبډلو چارواکي په فساد کې ښکیل او مجرم پیژندل شوي، چې له مخکې یې ګرونات ۶۰ لکه هندۍ روپۍ تاوان هم کړی دی.

په چنایې سوپرکینګز او راجستان لوبډلو لوبغاړو هغه تورونه ثابت شول، چې ګواکې د پیسو په بدل کې یې د خلکو په خوښې لوبې کولې او دغه راز د دواړو لوبډلو چارواکو د لوبو پرمهال شرطونه لګول.

ددواړو لوبډلو په ګټه د هندوستان مخکښه کرکټرانو ترڅنګ د نړۍ مشهوره کرکټران هم لوبیده، خو معلومه نه ده چې د راتلونکي کال (اې، پي، ایل) سیالیو لپار به ددواړو لوبډلو د لوبغاړو سرنوښت څه وي.

چنایې سوپرکینګز او راجستان لوبډلې د (اې، پي، ایل) سیالیو د ښکلا له پاره مهې لوبډلې شمیرل کیدې، چې د سیالیو لومړۍ اتلولي په ۲۰۰۸ م ز کال راجستان او بیا په ۲۰۱۰ م ز او ۲۰۱۲  م ز کلونو کې چنایې سوپرکینګز لوبډلو ګټلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د هندوستان په سترو سوداګریزو (اې، پي، ایل)  سیالیو کې د فساد او بډو اخیستلو خبرونه مخې ته راغلل کله، چې په ۲۰۱۳ م ز کال شپږم پړاو (اې، پي، ایل) سیالیو کې دراجستان لوبډلې درې لوبغاړي سري سانت، انکیت چوهان او اجیت چنډیلا د پولیسو له خوا ونیول شول چې بیا په سري نات او چوهان د کرکټ عمري بندیز ولګول شو.

د یادونې وړ ده، چې له وړاندې هم د بېلا بېلو ستونزو له کبله کوچي ټسکرز او پوني وریرزلوبډله په (اي پی ایل) سیالیو کې د یو ځل لوبېدو وروسته په سیالیو کې د بیا ځلي بندیز سره مخ شوي او له مینځه تللي او اوسمهال هم همدا اندیښنه ده، چې ددواړو چنایې سوپرکینګز او راجستان لوبډلو په ځای به راتلونکې ۲ کلونو کې په (اې، پي، ایل) سیالیوکې کومې لوبډلې ولوبیږي او کنه؟

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام