نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او تاجیکستان د سولې ځوانو سفیرانو سیمهییزه غونډه جوړه شوه.
د غونډې ځېنو ګډونوالو وویل چې دا ډول راټولېدل په هېواد او سیمه کې تلپاتې سوله رامنځته کولی شي.
غونډې ته د پاکستان ځوان سفیر فتحالله کانسي وویل، د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې را منځته شوی ناوړه پوهاوی باید د ځوانانو په مرسته حل شي.
د ښاغلي کانسی په وینا، ځوانان پهخپلو حکومتونو د فشار له لارې دا ستونزې حلولی او سولې او همکاریو ته لاره هوارولی شي.
د ځوانو سفیرانو غونډې ته له افغانستانه ځوانې سفیرې فرحناز مصطفوي وویل چې ځوانان باید د درېیمې کرښې په توګه د سولې په ټینګښت کې مهم او اساسي رول ولوبولی شي.
د اغلې مصطفوی په اند ځوانان له حکومتونو او ښکېلو لورو سره د سولې اړوندې خبرې او سیمهيیزه اجماع را منځته کولی شي.
د افغانستان، پاکستان او تاجیکستان ځوانو سفیرانو لومړۍ سیمهییزه غونډه په ۲۰۱۷ کال کی جوړه شوېوه چې دا د دې لړۍ څلورمه غونډه وه.