پکتيا کې یو خيريه بنسټ نجونو ته ښوونځی جوړوي

نن د پکتيا ولايت اريوب‌ځاځيو ولسوالۍ په ګل‌غونډۍ سیمه کې ځایي خلک او د اریوب په نوم خیریه بنسټ د نجونو له‌پاره د یو ښوونځي د ودانۍ جوړولو کار پيل کړ.

د پکتیا د پوهنې ریيس کوچي ځاځي سلام وطندار ته وويل، د دې ښوونځي لګښت شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی چې د اریوب انکشافي خیریه بنسټ له لوري ورکول کېږي. دا ښوونځی به دوه پوړه وي او ۱۰ خونې به ولري.

ښاغلی ځاځی وايي، په‌دې ښوونځي کې به شاوخوا ۵سوه نجونې زده‌کړې وکولی شي.

ده په ټولو پکتياوالو غږ وکړ چې د پوهنې په برخه کې له دوی سره لاس یو کړي او د هېواد د بچو راتلونکی په زده‌کړو تضمین کړي.

له‌دې مخکې په زُرمت ولسوالۍ کې هم يو سوداګر په‌خپلو پیسو د یو ښوونځي ودانۍ جوړه کړې‌وه.

  په‌خپلو پیسو د ښوونځي ودانۍ جوړېدل ښيي چې له پوهنې سره د خلکو لېوالتیا زياته شوې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام