د نجومې د علم برخه چې د نجومي ټولنې تقریباً په سلو کې ۲۰ سلنه برخه تشکیلوي؛ د فزیک د مختلفو برخو له پوهانو او لارویانو نه ترکیب شوی، چې حتی ویاړ یې تر موږه هم رارسېدلی دی.
یانې یو شمېر افغانان همدا مهال د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د نجومي ټولنې د علم غړي یا جزونه دي. د دغو کسانو کار د ستورپېژندنې په بېلا بېلو برخو کې تحقیق، د ستورو بیولوژي او په لسګونو نورو برخو کې څېړنې کول دي.
زه نن پر یوې جالبې مقالې کار کوم، څه موده مخکې د کهکشانونو د فعالې هستې – د سیفرت ۲کهکشان په اړه له یوې جالبې موضوع سره مخ شوم، دا موضوع ځکه جالبه وه، چې زموږ د هېواد یوه افغان ښځه ثریا بهروزیان د نجومي ټولنې له هغو غړیو ځېنې ده، چې په دغه برخه کې تحقیق کوي.
مخکې له دې چې د دغې افغان مېرمنې د تحقیق په اړه وغږېږم، باید د هغو نورو پاتې۸۰ سلنو سرنوشت معلوم کړم. د نجومي ټولنې ۸۰ سلنه زما په شان وګړي جوړوي، چې ۲۰ سلنه وګړي یې په ژبه پوهېږي او علمي تحقیقات په ساده او روانه ژبه خلکو ته بیانوي.
د دې په څنګ کې نجومي فعالیتونه لکه د لمر او سیارو په اړه څېړنې، لمرنیونه او سپوږمۍ نیونه، د ټلویزیوني خپرونو جوړول نجومي زده کړې او نور هغه څه دي، چې د هغو نجومیانو ا ستورپېژندونکو له خوا ترسره کېږي، چې په لابراتوارونو او ازمېښت ځایونو کې فعالیت نه لري.
د کهکشان سیفرت ۲ اسرار ډوله هسته
که ستوري په اسمان کې هر څومره په شیندل شوي او خپاره شوي بڼه لیدل کېږي، خو دغه ستوري د کهکشان په نامه د یوه لوی جوړښت جزونه دي او هر کهکشان له سلګونو میلیارده ستورونه جوړ شوی دی.
د بېلګې په ډول د شيري لارې کهکشان چې زموږ د لمر کور دی، له ۲۰۰ میلیاردو نه زیاتې ستوري لري. ستور پېژندونکي وايي، په ټوله کې د هستۍ نړۍ په نړۍ کې له ۲۰۰ میلیاردو نه زیات کهکشانونه موجود دي. نو پر دې بنسټ په کیهان کې د ستورو شمېر د دښتو او ساحلونو له شګو نو زیات دی.
کهکشانونه هم په درې ډوله دي: مار ډوله کهکشان، بیضوي کهشکان، بې نظمه کهکشان. دا ټول کهکشانونه په خپل مرکز کې یوه لویه توره دایره لري.
دغه توره دایره په فضا کې په ډېر متراکم ډول ځای لري او د جذب او کشش قوه یې دومره زیاته ده، چې په اسمان کې هیڅ ډول اسماني اجرام، حتی نور که د هغه له خوا تېرېږي، له جذبې یې خوندي نه شي پاتې کېدلی.
که څه هم دغه توره دایره په مستقیم ډول نه شو لیدلی، ځکه چې نور له هغه انعکاس نه شي کول، خو د په چاپېر یې یوه محدوده لیدل کېږي، چې ډېره روښانه ده.
د مقالې پایلې
د کهکشان سیفرت ۲ په اړه تازه څېړنې د ډېر بحث وړ وې، د کهکشان فعاله هسته ـ متمرکزه برخه د دغه کهکشانونو په مرکز کې ستور پېژندونکیو ته د کار لاره خلاصه کړه.
ساینسپوهان متوجې شول، چې دغو کهکشانونو د کهکشان د فعالې هستې لقب وګټلو او همدا علت دی، چې ټولو کهکشانونو ته زیات روښانېږي، په خپل شاوخوا کې هیڅ پراخه محدوده نه لري.
تر ټولو جالبه دا ده، چې د یو واحد دلیل پر اساس، د څېړنو له مخې د کهکشان فعاله هسته، د سیفرت ۲ کهکشانونه له سیفرت ۱ کهکشانونونه سره توپیر لري، یانې د څپو په پراخوالي کې لیدل کېږي، چې له یو بل سره هیڅ توپیر نه لري. مانا دا چې په ډېرو مواردو کې د اېکس ډېرې شعاعوې له دغه کهکشان نه نه دي جذب شوي او دغه د سیفرت ۱ کهکشان سره یو شان دی.
د څېړنو دغه ګروپ وايي، چې مونږ په کهکشان کې د سیفرت دوه (ایرس) 01072+4954 او NGC 7496 په موجونو کې ليږلي او په وضاحت دغې نتيجې ته ورسېدو، چې په دغو برخو کې يوه فعاله هسته شته، خو دغه هسته بیا پراخ او کم انرژي وړانګې لري.
وروسته بحث په دې پېل شو، چې د دغو دوو کهکشانونو په ګړنګونو کې کوم ذرات شته.
په دغه موخه د ایکس موجونو طول او نورو وړانګو ته کره توجه پېل کړه.
په پایله کې دا جوته شوه، چې د دواړو کهکشانونو په مرکز کې لوی ګړنګونه وجود لري.
یعنی د موادو د څرخ میزان په دغو ګړنګونو کې زيات دي او باید په دغه برخه کې باید زیات پلټنه وشي، چې د دغې فعالې هستې ماهیت څرګند کړي.





