د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي نن په يوه خبري ناسته کې وویل، ۱۳۹۹ تعلیمي کال به ډېر ژر په حضوري او انلاین بڼه یانې د انټرنټ او ټلویزیون له لارې پیل شي.
بلخي وايي، د ښوونځي مضمونونه یې په دوو برخو ټولنیزو او طبیعي علومو وېشلي چې له اووم ټولګي نه تر دولسم ټولګي پورې د ټولنیزو علومو مضمونونه یې داسې چمتو کړي چې زدهکوونکي یې په خپله ولولي؛ خو له لومړي ټولګي تر ۱۲م ټولګي پورې د طبیعي علومو مضمونونو لپاره یې، ښوونیز پروګرامونه چمتو کړي دي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان د پوهنې ټلویزیون د ورځې ۹۰ درسونه په پښتو او دري ژبو ثبتوي او ډېر ژر به دغه درسونه له پوهنې او ملي ټلویزیونونو نشر شي.
له نوي تعلیمي کاله څه باندې یوه میاشت تېرېږي او زدهکوونکي دغه موده کې بېبرخلیکه حالت کې پاتې دي.
حکومت هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي لپاره د نورو دولتي بنسټونو ترڅنګ، ښوونځي او پوهنتونونه هم رخصت کړي دي.