پور پرې کولو له پاره د کابلبانک قرضدار له زندانه ازاديږي

د ولسمشر محمد اشرف غني د حقوقي چارو سلا کار عبدالعلي محمدي وایې، چې د کابل بانک د پور وړیو څخه د پورونو راټولولو کمیسیون، ارګ، کابینې او د کابل بانک د پور وړیو ځانګړې محکمې پریکړه کړې، چې د کابل بانک پور وړي باید له زندان څخه راووځي د سوداګرۍ او نورو قانوني لارو دې ته وهڅوي، څو خپل پورونه بېرته دولت ته ورکړي.

محمدي زیاته کړه، چې که د کابل بانک پوروړي په زندان کې وي یاهم له هېواد څخه بهر د تيښتې په حال کې دوی پورونه نه شي ورکولی.

محمدي دا خبرې نن کابل کې د "سمارټ سیټي"  په نوم ښارګوټي په پرانست غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې ددې ښار ګوټي ستر ونډه وال د کابل بانک پوروړی خلیل الله فیروزي دی، چې اوس له زندان څخه بهر شوی.

محمدي وايي، چې د دولت موخه دا نه ده، چې د کابل بانک پور وړي دې په زندان کې وساتل شي، بلکې اصلي هدف يې دا دی، چې د خلکو او ملت پیسې ترلاسه شي.

د ولسمشر حقوقي سلاکار زیاتوي، چې د پورونو لاسته راوړو ښې لارې چارې لټول شوې او د کابینې له لوري تصویب شوی هم دی.

نوموړی وايي، هغه پريکړه چې د محکمې له لوري شوی، نو خلیل الله فيروزي به هغه پېسې دولت ته وسپاري.

دغه راز، د کابل بانک پور وړی خلیل الله فیروزي د دولت له دې پریکړې خوښ دی چې د پانګونې له لار یې ورته د خپل پور خلاصولو زمینه برابره کړې ده.

فیروزي وایې، چې د محکمې د پریکړې پربنسټ ۱۳۷ میلیونه ډالره د کابل بانک پور وړی و، چې تر دې مهاله یې ۲۰ سلنه پور دولت ته سپارلی او ده ته تر اوه کلنو پورې وخت ورکړشوی چې خپل پور ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: " زه به د سوداګرۍ او پانګونې له لارې په ۲ یا ۳ کلنو کې خپل پور خلاص کړم."

دغه راز، فیروزي داهم وویل، چې خپل د ګازګروپ کمپنۍ به د پور ورکولو په موخه د دویم ځل له پاره فعاله کړي.

یاده دې وي، چې د ګاز ګروپ پر کمپنۍ د ده له خوا ۱۲۲ میليونه ډالره پانګونه شوې وه.

په پام کې ده، چې د دغه شرکت له فعاليدو ۷ میاشتې وروسته به د نل لیکې له لارې ځينې کابل ښاریانو ته ګاز ورکړي.

سمارټ ښارګوټی د کابل ښار هوايي ډګر ۸۰ مترې سړک ترڅنګ  د "اریا" ښارګوټي په څنډه کې په ۶۸ جریبه ځمکه، چې ۴۰ زره آپارتومانونه کیږي د څلورو کلنو په موده کې به ورغول شي.

د دغه ښارګوټي مسولین وایي، چې  ۶۰۰ ــــ ۹۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت جوړیږي چې ۲۰۰۰ کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وایي، ددې خصوصي ښارګوټي کار به د ښار جوړونې وزارت له لوري څارل کیږي، چې له دې ښار ګوټي څخه به دولت ته ۷۵ میلیونه ډالره ورکول کیږي.

منصور زیاتوي، چې په تېرو ۱۳ کلنو کې دا لومړی ښار ګوټی دی چې دولت ترې په لوړه کچه عاید ترلاسه کوي.

هغه وايي، پانګه او ځمکه د خصوصي سکټور ده او د تفاهمنامې پر بنسټ به مالي برخه يې د دولت له لوري و څارل شي او په هر مترمربع به ۵۰ ډالره د دولت بودیجې ته ورکول کیږي.

په سمارټ ښار ګوټي کې به ۴۰ بلاکونه او ۴۸۰۰ اپارتمانونه، جوړيږي، چې د ژوند ټولې اسانتیاوې لکه جومات، ښوونځی، روغتون، وړکتون، پارکینګ او نور ځايونه په کې شامل وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام