پوتین او اوباما په قدرت کې د بشار الاسد د پاتې کېدلو پر سر مختلف نظرونه لري.
له دوو کلونو ناندریو وروسته د امریکا او روسیې مشرانو د ملګرو ملتونو په ۷۰یمه کلیزه کې په نیویارک کې د ۹۰ دقیقو له پاره له یو بل سره ولیدل.
ټاکل شوې وه، چې دغه لیدنه به یو ساعت وي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال اوباما سره دغه لیدنه "ډېره ګټوره، رغونکې او پراخه و بلله."
دغو دوو مشرانو په سوریې کې د داعش ډلې سره د جګړې او په سوریه کې د روان حالت پر سر خبرې کړې دي.
په دې خبرو کې روسیې په سوریه کې د داعش پر ډلې هوايي برید رد نه کړ.
پوتین وویل، "موږ په دې اړه فکر کوو" خو له داعش سره په جګړه کې د ځمکي ځواکونو د ګډون مسله ردو.
د روسيې ولسمشر د ترهګرو ډلو پر ضد جوړه شوې طرحه وړاندې کړه او په هغې کې یې د ایران، سعودي عربستان، ترکیې او اردون ګډون اړین وګڼلو.
په دې اړه د امریکا او روسیې د اختلاف ټکی بشار الاسد دی. پوتین وایي، چې د بشار الاسد د راتلونکې په اړه د سوریې خلک پرېکړه کوي، خو اوباما د بشار الاسد په قدرت کې له پاتې کېدلو سره مخالفت ښيي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو تېره ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بشار الاسد په قدرت کې له پاتې کېدلو ملاتړ وکړ.
د امریکايي چارواکو په خبره، اوباما او پوتین د اوکراین د بحران په اړه هم خبرې وکړې. اوباما د مینسک د سولې د تړون په اړه اندېښنه وښودله او د اوکراين د بحران د حل له پاره یې د امریکا ګډون اړین وبللو.
پوتین همداراز له امریکا وغوښتل، چې د اوکراین او له نورو اروپايي هېوادونو سره د مسکو د ډیپلوماتیکو اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي.