په یوځلي توګه د ۱۰۲بېلابېلو پښتوکتابونو چاپېدل

د افغانستان ولسي تحریک  په بېلابېلو برخو کې  په پښتو ژبه ۱۰۲ ټوکه کتابونه په یوار چاپ کړي.

دغه کتابونه د تېر ۱۳۹۴ کال د کب په ۲۵ نېټه چاپ شول.

د ولسي تحريک مشر پوهنوال محمد اسماعیل یون سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د چاپ شویو کتابونو یوه برخه به کتابتونو ته ورکول کېږي، چې وپلورل شي او له دغو پیسو ځېنې نور کتابونه په راتلونکو کې چاپ شي.

یون زیاته کړه، چې د راتلونکو کلونو له پاره به په دې برخې لا خپلې هڅې کړندۍ کړي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس  د چاپ شويو کتابونو د چاپ لګښت د شخصي خلکو له لوري ورکول شوی دی، چې په کتابونو یې په اړه یادونه شوې.

استا د محمد اسماعیل یون وايي، چې د اسانتیا له پاره یې ټول کتابونه په یوې سي ډي کې رایت کړي دي او مینوال او لوستونکي یې په برېښنايي ډول هم تر لاسه کولای شي.

دی وايي، چې پاتې کتابونه به عملي بنسټونو، پوهنتونو، بې وسه لیکوالو ته په وړیا ډول ورته ورکړل شي.

چاپ شوي کتابونه ۴۰ سنله علمي، ۵۰ سلنه د ادبیاتو په محور راڅرخي؛ چې څېړنیز او تحلیلي کتابونه دي، ۴ سنله یې دیني او پاتې نور یې راز راز کتابونه دي، په تېرو کلونو کې د لیکوالو له خوا لیکل شوي دي

د افغانستان ملي تحریک له دې مخکې هم د ۱۳۹۳ کال ۲۰ ټوکه بېلابېل کتابونه چاپ کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام