د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۱۹۶ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۴۸ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۳۶ کسانو ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په راپور کې لیکل شوي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۲۲۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او په دې سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۲۴۷ ته ورسېده.
که څه هم په وروستیو ورځو کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د پام وړ کم شوی، خو روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې باید روغتیايي سپارښتنې، ټولنیز واټن، د ماسک اچول او نور په پام کې ونیول شي.