د ننګرهار ولایت پر کوټ ولسوالۍ داعش وسله والو تیره جمعه برید کړی و، چې په ترڅ کې يې ځایي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې وه.

د ورکړل شویو راپورونو پربنسټ په دې جګړه کې داعش وسله والو د ماشومانو په ګډون  یو شمیر ملکي وګړي هم وژلي وو.

له هغه وروسته په کوټ ولسوالۍ کې یو شمیر ځایي خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړه شوي دي.

په ننګرهار کې د سلام وطندار خبریال امید دیدار کوټ ولسوالۍ ته ورغلی او د خلکو اوسني حالت په اړه يې راپور چمتو کړی.

هغه وايي، اوس هم په سیمه کې د ویرې او وحشت څپه خوره ده، ځايي خلک د نامعلوم برخلیک پر لور خپلې کډې باروي.

د هغه پر وینا، داعش ډلې د کوټ ولسوالۍ زیات شمېر اوسېدونکو کورونه سوځولي، ښځې او ماشومان یې ور وژلي چې د ځینو مړي لا هم د داعش ډلې سره پاتې دي.

د کوټ ولسوالۍ د سیه پای سیمې اوسېدونکې یوه میرمنه وايي: " خدای دې در په دره کړي، په غم یې ستړي کړي، په سرو ګولیو کې راووتلو، بې کوره یې کړو، همدغه جامې مو تن کې را ایستلي دي".

دا مېرمن  د جګړې له ډګره شاوخوا دوه کیلو متره لرې له یوې ډلې ماشومانو او مېرمنو سره د سړک پر غاړه  د خپل نامعلوم برخلیک په تمه ناسته ده.

د راپور پر بنسټ هلته یو کور هم روغ نه دی پاتې، ټول له منځه تللي حتا پر حیواناتو يې هم رحم نه دی شوی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې داعش ډله نه ماشوم پرېږدي، نه زنانه پرېږدي، نه لوی پرېږدي او نه هم واړه او هر څه يې له خاورو سره خاورې کړي.

د ځایي خلکو د مالوماتو له مخې  زیات شمېر پاکستاني، عرب، ترکمن او ازبیک جګړه مار د داعش په لیکو کې او درانه مالي زیانونه یې اړولي.

دوی زیاتوي، تر دې مهاله ورسره دولت هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

امید دیدار وايي، چې د جګړې لومړۍ کرښه اوس هم  د داعش او حکومتي ګډو ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

هلته حکومتي ګډ ځواکونه له خپلو چورلکو په ګټې اخستنې د داعش وسله والو پټنځایونه په نښه کوي.

امنیتي چارواکي وايي، تر دې دمه په دې جګړه کې نږدې دوه سوه داعش وسله وال وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان شوي.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال زړور زاهد د جګړې په لومړۍ کرښه کې سلام وطندار ته وویل، اوس دده پروینا پر دښمن د برید په حال کې دي.

دی وايي، له تېرې ورځې راهیسې یې په جګړه کې نږدې لس کیلومتره پرمختګ کړی.

نوموړي زیاته کړه، چې داعش ډله یې له ماتې سره مخ کړې او ژر به دا ولسوالۍ له یادې ډلې پاکه کړي.

د امنیتي چارواکو د وروستیو شمیرو له مخې تر دې دمه په دې جګړه کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۶ ملکي وګړي او ۸ حکومتي سرتیري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

خو ځايي خلک وايي، د وژل شویو ملکي وګړو شمېر د دولتي چارواکو دورکړل شویو شمیرو په پرتله لوړ دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام