د مېدان ښار اوسیدونکې نازي ګل هغه میرمن ده، چې دوه کاله مخکې یې خاوند په یوه وسله واله نښته کې وژل شوی.
نازي ګل ۳ لوڼې او یو زوی لري، چې اوس د خټو په یوه وران کور کې اوسیږي او د میاشتې ۲ زره افغانۍ کرایه ورکوي.
کله چې د دې ښځې مېړه ووژل شو خسر او لېورونو یې له یوه ماشوم سره له کوره وشړله او درې نور ماشومان یې ورڅخه ستانه کړل.
دا مېرمن وایي تر ۱۰ ځله زیاته یې وهلې، ډبولې او له کوره یې شړلې، خو بیا هم د خپلو او لادونو د سالمې روزنې لپاره مبارزه کوي.
نوموړې سلام وطندار ته وویل، د ډېر ظلم له لاسه يې د خسرګنۍ له خوا پرېښودل شوې نه ده، چې د خپل خاوند جنازه هم وګوري.
میرمن نازي ګل وایي خپله ستونزه یې لومړی د میدان ښار د فامیلو کلي له مشرانو او بیا د ښځو چارو رییسې سره شریکه کړه او له دې لارې وتوانېده خپل د خاوند حق، اولادونه او ځمکه ترلاسه کړي.
۶۵ کلن اخترمحمد خان چې له نازي ګل سره د تاوتریخوالې په مخنیوي کې یې ترنورو ډیرې هلې ځلې کړي وايي، قومي سپين ږیري او دیني عالمان کولی شي ترډېره له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.
د نوموړي په وينا، په کور او کلو کې د ځوانانو په پرتله د قومي مشرانو او سپين ږيرو خبرې خلک ډیر اوري.
نوموړي د دې میرمنې اولادونه، ځمکه او د خاوند حق یې د خبرو له لاری ترلاسه کړ.
د میدان وردګو ولایت د ښځو چارو سرپرستې رییسې مینا احمدي سلام وطندار ته وویل، نازي ګل څو څو ځله په خپل کور کې خپل خسر وهلې، ټکولې او ان له کوره هم شړلې وه.
احمدي وایي، کله چې دوی ته نازي ګل مراجعه وکړه د کلي یو شمیر قومي مخورو او د محکمې له لارې یې خسر را جلب کړ او دا ستونزه يې هواره کړه.
د نوموړې په وينا، د قومي سپين ږيرو مرستې د ښځو سره د زور زياتي په مخنيوي کې ډېرې ګټورې دي .
د میدان وردګو سرپرست والي عبدالمجید خوږیاڼي هم سلام وطندار ته وویل، چې د میدان وردګو په ټولو ولسوالیو کې قومي مخور د دا ډول پيښو په اړه چپه خوله نه دي پاتې شوي هغه پېښې، چې په کلیو کې رامنځته کیږي ترډيره پورې یې قومي مخورهواروي.
خوږیاڼي زیاته کړه د میدان وردګو ولایت د ښځوچارو ریاست له لارې یې لسګونه بیلا بیلې پروژې پلې کړي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.
راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې د قومي سپين ږيرو په مرسته د تاوتريخوالي په کچه کې هم ټيټ والی راغلی.
د ميدان وردګو ځايي چارواکي وايي، چې د ښځو پر وړاندې د زور زياتې پېښې له ۱۶ څخه ۱۳ سلنې ته راښکته شوې.





