پر تنکي وجود یې د وینو څاڅکي لا هماغسې پراته دي. له ژړا څو شېبې مخکې په هوښ شوه، ښايي دا به یې د ژوند له ترخو ورځو حساب شي.
په زخمي حالت کې یې هم د خپلې مور نوم پر خوله و، د مور غېږې ته یې له خپل ترهېدلي حالته پناه اخېستلو پسې هاخوا دېخوا سترګې اړولې؛ خو دا لا نه وه خبره چې د دې او مور په ګډون یې د کورنۍ ټول غړي د ټپو د رغېدلو لهپاره د روغتون پر بسترونو پراته دي.
شاوخوا ۶ کلنه سمینه، په دواړو پښو ټپۍ ماشومه د شلتن ولسوالۍ د سونو کلي اوسېدونکې ده.
د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو پرون د (جمعې) په شپه د کونړ ولایت شلتن ولسوالۍ سونو سیمه کې د طالب قومندان شریف معاویه او د هغه په ملګریو هوايي او ځمکني عملیات کړي چې چارواکي پهکې د یاد قوماندان او ۴ بهرنیانو په ګډون د ۳۸ طالبانو او القاعدې شبکې د غړیو وژل کېدل مني او د څلورو نور ټپي کېده یې هم تایيد کړيدي.
پهدې عملیاتو کې ځېنو ملکیانو ته هم پهکې مرګژوبله اوښتې ده.
د سمینې نیکه شاهجهان ـ چې خپله هم ټپي دی ـ وايي، د شپې پر ۹ بجو یې د چورلکو د غږونو له اورېدلو سره سم پر کور ډزې پیل او ورپسې درنه بمباري شروع شوه.
د شاهجهان په ګډون د هغه د کورنۍ ۱۱ کسان ټپيان شوي او یو کس یې وژل شوی. دی وايي، له هېڅ وسلهوالې ډلې سره اړیکه نهلري.
د شاهجهان په شمول، د هغه زوی، ښځه، دوې اینګورګانې، دوې لوڼې او څلور لمسان ټپیان دي.
د دې کورنۍ یوه مېرمن هم د جمعې شپې کیسه کوي او وایي، ټول کور یې لوټه ـ لوټه شوی او د ټپیانو د راوړلو لهپاره یې له ګاونډیو جامې او بیسترې راواخېستې.
ښايي د دې کورنۍ ماشومان د تېرې جمعې شپې خاطرې د خپل عمر تر پایه له ځانه سره وساتي. د اسداباد روغتون په جراحي واټ کې پرتې کوچنۍ عایشې پر تنکي وجود څو ځایه ټپونه خوړلي؛ خو بیا یې هم زموږ په لیدو په څېره غمجنه موسکا راخوره او په ژړغوني غږ یې د خپلې کورنۍ د بد وضعیت په اړه وویل، «ټوله کورنۍ مو ټپيان شول.»
د دې تنکي یو نیم کلن ټپي ماشوم د ژړا غږ خو بیا ټول جراحي واټ پر سر اخستی و؛ د کورنۍ نورو ښځمنو یې د کرارولو هڅه کوله؛ کوچني ماشوم به ښايي د مور غېږ غوښته؛ خو نه پوهېده، چې مور یې هم د شلتن سونو کلي کې د حکومتي ځواکونو په مرمیو ژوند بایللی و.
دا یو نیم کلن ماشوم د همدې سیمې له بلې کورنۍ دی چې یوه مېرمن یې وژل شوې او دا ماشوم ترې ټپي پاتې شویدی.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته پهدې عملیاتو کې د ملکيانو د مرګژوبلې خبره منلې؛ خو وايي، پهدې اړه نورې څېړنې کوي.
بلهخوا د کونړ د ولایتي شورا غړی عبدالطیف فضلي او قومي مشر مولوي نجیبالله حقیار وايي، دغو عملیاتو کې د وسلهوالو تر څنګ ګڼ ملکيان هم وژل شوي.
د دوی په خبره، د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۸مېرمنې او ۱۲ ماشومان شهیدان شوي. موږ همېش دا غږ کړی، چې ملکي تلفات دې په پام کې ونیول شي.
دوی په ټینګار سره له امنیتي ځواکونو غواړي چې له عملیاتو مخکې باید سم تحقیق وشي او بیا عملیات وکړي.
خو لهدې ټولو سره ـ سره لا هم د ملکيانو د مرګژوبلې دقیقه شمېره نهده معلومه. یوازې د اسداباد روغتون ته د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ټپيان ورړل شوي چې د روغتون چارواکي یې عام خلک بولي.
طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کونړ شلتن کې د بهرنیو او افغان ځواکونو عملیاتو کې له ۶۵ ډېر ملکيان وژل شوي او کورونه یې هم ویجاړ شويدي.
په کلیو کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په پار د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ډېر ځلې ملیکان هم وژل شوي او ټپيان شويدی.