په کنګل شویو مجسمو کې د ژوند انځور

د هرات ښار په سینما څلور لارې کې څو شنې، سرې، ابې، سپینې، تورې، زېړې، ګلابي او نارنجي کنګل شوې مجسمې نندارې ته کېښودل شوې وې.

په دې کنګل شویو مجسمو کې د انسانانو ژوند انځور شوی و.

دغه نندارتون د کلتوري پروګرام په اډانه کې "چېرې چې اراده وي، هلته لاره شته" تر سرلیک لاندې د افغانستان رواني او ټولنیزې نړیوالې موسسې (IPSO)  له لوري د هرات ښار په سینما څلور لاره کې نندارې ته اېښودل شوې وې.

د دغې موسسې د کلتوري برخې مسول فیروز شاداب د اګسټ په ۲۲مه د شنبې په ورځ هرات کې وویل، چې دغه مجسمې په بېلا بېلو رنګونو سره لېدونکو ته ځانکړي پیغامونه رسوي.

 شاداب وویل، چې د دغه نندارتون موخه په خلکو کې د انګېزې پیداکول دي، تر څو پوه شي ژوند د یخ په څېر لنډ دی او په ژوند کې د یووالي پر لور حرکت وکړي.

ده همداراز وویل، چې بېلا بېل رنګونه د بېلا بېلو شخصیتونو استازولي کوي او هر مخاطب په دې کې خپل ځان لیدلی شي.

دی وايي، چې په کنګل شویو مجسمو کې ژوند د اوبو کېدو پر حال کې دی او دا چاره مخاطبانو ته ځانکړي پیغامونه رسوي.

دغه نندارتون د لېدونکو له خوا له تود هرکلي سره مخ شو.

دغې نندارې ته راغلیو کسانو وویل، له کنګل نه جوړې شوې مجسمې دا په ډاګه کوي، چې وخت لنډ دی او د یو موټي کېدو لپاره ضرورت دی.

دغه نندارتون په خپل ډول کې په هرات کې بې سارې و.

په دې ورستيو کې په هرات ولایت کې دې ته ورته ځېنې نورې فرهنګي او مدني نندارې هم جوړې شوي دي، چې دخلکو پام یې ځان ته را اړولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام