سلاموطندار موندلې ده، چې دوه خویندې د جاغور عملیاتو په پایله کې د مسوولو ډاکټرانو بېغورۍ او په خصوصي کلېنیک کې د امکاناتو نشتوالي له امله وژل شوي دي.
د بغلان جرخشک اوسېدونکې حلیمه او صابره د جاغور یا تیرویید په ناروغۍ اخته وې. دغه دوه خویندې چې هریوې، یې ۶ او ۴ ماشومان لرل وروسته له هغې چې په کندوز کې د یو مجهز روغتون په موجودیت خبریږي، د جاغور لرې کولو له پاره مراجعه کوي.
صابره او حلیمه په "افغان سنټرال هند خصوصي کلېنیک" عملیات کېږي، خو له عملیات وروسته دغه روغتون د دغو دوو خویندو بېروحه جسدونه یې کورنیو ته سپاري.
د دغو دو خویندو ورور عبدالله سلاموطندار ته وویل، د "افغان سنترال هند کلېنیک" ډاکټرانو باید له عملیاتو مخکې ټول لازم معاینات پوره کړي وی، له معاینانو پرته یې عملیات وکړل.
دی وايي، چې د عملیاتو له پاره یې ۴۵ زره افغانۍ هم روغتون ته تحویل کړې وې.
عبدالله وايي، د دغه روغتون د جراحي ډاکټرانو بېغورۍ له امله یې د دوو خویندو کورونه وران شول. دی وايي، چې خویندو یې بله هېڅ ناروغي نه لرله.
نوموړی د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو په دې برخه کې د مسوولانه چلند غوښتنه کوي.
د کندوز د عامې روغتیا ریاست ځای ناستي رییس عبدالمتین عاطفي سلام وطندار ته وویل، جاغور ناروغي د ژر مړینې سبب نه کېږي او زیاتوي، جراحي ډاکټرانو د معایناتو نه بشپړېدو، د داخلې ډاکتر له موافقې پرته او د ناسم جراح ذبیح الله له امله مړې شوي دي.
عبدالمتین وايي، چې دغه ډول عملیاتونه باید په یو مجهز روغتون کې ترسره شي، چې دغه روغتونونه بشپړ امکانات نه لري.
د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست ځایناستی وايي، له دې پېښې یو ورځ مخکې د عامې روغتیا، ولایتي شورا، پولیسو او له نورو بنسټونو د جوړ شوي ټیم څېړنو پر بنسټ د دغه کلېنیک جراحي او لابراتوار څانګه د نامجهزتوب او ناقانونوالي له امله تړل شوې وه.