په کندوز کې هېڅ چاپي رسنۍ نه خپريږي

په لومړي وار د کندوز له سقوط کېدو راهیسې شاوخوا یو نیم کال کېږي، چې له هماغه وخت را په دې خوا د دغه ولایت خپلواکو چاپي رسنیو نشرات غوڅ شوي دي.

د کندوز ولایت د خپلواکو چاپي رسنیو یو شمېر مسوولین وايي، طالبانو د دې ولایت د سقوط پرمهال د چاپي رسنیو ټول وسایل چور، تالان کړل؛ د دغو رسنیو کار په ټپه ودرېد.

دوی وايي، د شاوخوا یو نیم کال راهیسې د خپلواکو رسنیو چاپ چارې په دې ولایت کې پرې دي او هېڅ خپلواکه رسنۍ چاپي نشرات نه لري.

د ندای امت میاشتنۍ ورځپاڼې د امتیاز خاوند منهاج الدین یعقوبي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د ډاډمن امنیت نه شتوالی او د کافي بودیجې نه شتوالی د دې لامل شوي، چې په د دې ولایت چاپي ورځپاڼې نشرات ونه کړي.

دغه راز د کندوز رسنیزې ورځپاڼې د امتیاز څښتن ذبیح الله مجیدي سلام وطندار ته وویل، دغه ورځپاڼه له ۶ کلونو راهیسې چاپېدله او تېراژ یې ۱۰۰۰ رسېده؛ خو د کندوز له ګډوډې را په دې خوا نه چاپيږي.

همدارنګه له کندوز ولایته د پانګه‌والو وتلو هم د دې ولایت د چاپي رسنیو چاپ چارې له اقتصادي پلوه مشکل سره مخ کړي دي.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش د امنیت نه شتون په اړه د ازادو چاپي رسنیو د خاوندانو اندېښنې د چاپي رسنیو دویم ځلي نه فعال کېدو لامل بولي؛ خو ټینګار کوي، چې حکومت د چاپي رسنیو د خپرونو ملاتړ په موخه امنیت ټینګښت کې ژمن دی.

د شمېرو له مخې، د کندوز له سقوط وړاندې د اوونیزو او میاشتنۍ ترڅنګ په دغه ولایت کې ۱۰ خصوصي چاپي رسنۍ خپرونې لرلې؛ اوسمهال یې چاپ چارې په ټپه ولاړې دي.

سلام وطندار شاوخوا یو کال مخکې هم د کندوز غیرفعالو چاپي رسنیو په تړاو راپور خپور کړی و؛ خو تراوسه لېدل کېږ، چې حکومت د چاپي رسنیو د کار بیاځلې فعالیت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام