د افغانستان له شمالي ولایت کندوز څخه لاسته راغلي راپورونه وايي، د هغه وخت راهیسې، چې دغه ولایت د طالبانو لاس ته سقوط وکړ، نو ورسره جوخت د چاپي رسنيو فعالیتونه هم په ټپه دريدلي دي.
په کندوز کې د خبریالانو څخه د ملاتړو بنسټونو چارواکي په یاد ولایت کې د رسنیو د بد وضیعت په اړه د اندیښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، باید د چاپي رسنیو وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.
د طالبانو لاس ته د کندوز سقوط او د چارواکو بې پروايي د دې لامل شو، چې په دې ولایت کې د ټولو خصوصي رسنیو فعالیتونه په ټپه ودريږي.
په کندوز ولایت کې د افغانستان د رسنیو د فرهنګ او اړیکو د بنست رییس ذبیحالله مجیدي وایي، چې د طالبانو په لاس کې د کندوز له سقوط وروسته د چاپي رسنیو وسایل د مخالفینو له خوا چور شول.
د ویلو ده، چې په یاد ولایت کې له ۱۰ زیات چاپي او خصوصي رسنۍ فعالیت کاوه، چې په دغو کې ورځپاڼه، اوونۍ او میاشتنۍ شاملې وې.
د دغو رسنيو د مسوولانو په باور دغه رسنۍ د دولتي رسنيو د تبلیغاتو او شخصي تجارتي اعلانونو له لارې تمویلېدې.
د راپورونو پر بنسټ په کندوز ولایت کې د ۲۰۱۵م ز کال په پېل کې پنځه ورځپاڼې په کار پېل وکړ، چې د همدغو جګړو له امله يې چارې په ټپه درېدلي دي.
په همدې حال کې په کندوز ولایت کې د ځينو خصوصي چاپي رسنيو مسوولان وايي، چې د ناامنيو زیاتوالی او له دغه ولایت څخه د پانګې تېښته د یاد ولایت د رسنیو د بیا فعالیت پرمخ لويې ستونزې دي.
دوی خبرداری ورکوي، که چېرې په کندوز ولایت کې رسنۍ د ځينو بنسټونو او د رسنيو د نړېوالو ملاتړ کوونکو له لوري تمویل او یا يې ملاتړ و نه شي، نو لرې نه ده، چې په دغه ولایت کې د چاپي رسنیو غږ د تل له پاره خاموش شي.
د بلودت په نوم د میاشتنۍ مسوول مدير مطیع الله دردمن او د ندای امت د امتیاز خاوند منهاج الدین یعقوبي وايي، چې د کندوز ولایت د سقوط سره سم د دوی هرڅه غلا او یا هم تاراج شول او رسنۍ يې، چې د کوم خصوصي شرکتونو په واسطه چلېدل اوس د رکود سره مخ دي.
سره له دې، چې کندوز اوسمهال د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو په ډله کې شمېرل کيږي، خو په تېرو ۱۴ کلونو کې په چاپي او نورو غږیزو رسنيو کې د دغه ولایت لاسته راوړنې د پام وړ دي.