په کندوز کې د ممیزو ۳۵ بابه پرمختللیو خونو جوړېدل

د کندوز د کرنې ریاست سرپرست محمد منیر نیازي وايي، د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په‌دې ولایت کې د ۱۵ میلیونو او ۷ سوه او ۵۰ زره افغانیو په ارزښت ۳۵ بابه عصري ممیزخونې جوړې شوې.

دا خونې دې وزارت لګښت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د کندوز په مرکز او نهو ولسوالیو کې جوړې شوې‌دي.

ورته مطلب:

بلخ کې د ممیزو ۶۰ خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ښاغلي نیازي په وینا، د دغو ممیزخونو جوړېدل د کروندګرو اقتصاد لوړولو کې مهم رول لري، ځکه کوم ممیز چې دغو ممیزخونو کې تولیدېږي، هغو ممیزو څخه په مراتبو لوړ کیفیت لري چې په دودیز ډول تولیدېږي.

کندوز کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوول محمد‌غلام ملاخېل وايي، دغه ممیزخونې یو وخت کې د ۵سوو ټنو تازه انګورو ساتلو ظرفیت لري چې له شلو ورځو ساتلو وروسته په ممیزو بدلېږي او له دې لارې ۱۴۰ ټنه باکیفیته ممیز بازار ته وړاندې کېږي.

کندوز کې د انګورو باغ‌لرونکی حاجي رحمت‌شاه وايي، د دغو ممیزخونو له جوړېدلو وړاندې ډېرو ستونزو سره مخ وو؛ خو وروسته له‌‌دې به دا ستونزه حل شي.

ممیز د افغانستان له مهمو صادراتي توکیو څخه شمېرل کېږي، له‌دې کبله د پرمختللیو ممیزخونو جوړول، د ممیزو تولید معیاري کولو کې ډېره مرسته کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام