په کلیو کې د ماینونو د قربانیانو ورځنی شمېر ۱۰۰ تنو ته لوړ شوی

د افغانستان په شمال کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو مرکز (UNMACA) وايي، چې په کلیو او بانډو کې د ښخ شویو ماینونو د چاودنې له کبله د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري ډول زیاته شوې ده.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې په کلیو او بانډو کې هر ورځ د ماینونو د چاودنو له امله د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې شمېر له ۳۰ تر ۱۰۰ تنو رسېږي.

د افغانستان په شمال کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو مرکز رییس عبدالوکیل احمدزي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې تېر کال په هېواد کې د ماینونو د چاودنې له امله د ورځنۍ مرګ ژوبلې شمېر ۳۰۰ تنه وو.

ده وویل، چې دغې ادارې په ۲۰۱۴ کال کې د مرګ ژوبلې ورځنۍ کچه ۳۰ تنو ته را کمه کړه، خو له ۲۰۱۴ را په دې خوا دغه شمېر په ناببره ډول ۱۰۰ تنو ته لوړ شو.

احمدزی زیاتوي، چې د فاریاب ولایت المار او قیصار ناامنه ولسوالیو زیات شمېر اوسېدونکي د ماینونو قربانیان دي.

دغه اداره وايي، چې د دې تلفاتو د کچې کموالي په برخه کې باید د جګړې له وخته پاتې شویو توکو پېر او پلور بند شي.

احمدزي وویل، چې د جوماتونو امامانو او د پوهنې وزارت د مسولینو د عامه پوهاوې په مرسته دغه تلفات را کمولی شو.

د دوی پر خبره د هېواد په شمال کې د ناچاوده توکو په برخه کې د نه پوهاوي له کبله د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر جګړې وروسته دویم هغه څه چې د افغان کورنیو غړي یې دردولي دي ناچاوده توکي او په ځمکه کې ښخ شوي ماینونه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام