د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د ۱۳۹۴ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې، ۷۹۸۵ تنه زده کوونکي د کړې درغلۍ له امله بې نتیجې شوې دي، ډېرو یې د پایلو له اعلان وروسته اعتراضونه وکړل.
اعتراض کوونکي وايي، درغلي یې نه ده کړې او د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړې پایلې ورته د منلو وړ نه دي.
ایمل د کانکور هغه ګډونوال دی چې د کابل له حوزې یې ازموینه ورکړې ده، وايي چې د ازموینې پایله یې د "تقلب" یا درغلۍ په نامه ثبت شوې ده.
هغه زیاتوي: " موږ یې څارولو، بیخي د درغلۍ یا نقل کولو امکان نه و."
قیوم یو بل ځوان دی، چې د کانکور پایلې ورته د منلو وړ نه دي. زیاتوي؛ که یې ستونزو ته پاملرنه ونه شي له هیڅ حرکت نه به درېغ ونه کړي.
فریحه چې له لومړي ټولګي نه تر دولسم ټولګي پورې عمومي اول نومره وه، وايي، که چېرې یې په کانکور کې نقل یا درغلي کړي وي، د دوی د قناعت لپاره دې یې وروښيي؛ که نه نو له دوی سره ظلم شوی دی او دوی به کله هم ارام نه شي.
خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمد عظیم نوربخش سلام وطندار ته وویل، چې ټول نتایج د اسنادو او مدارکو له مخې اعلان شوي دي او که څوک غوښتنه لري؛ حاضر دي چې توضیحات ورکړي.
د نوربخش په خبره، د کانکور یو شمېر هغو ګډونوالو چې د لوړو زده کړو وزارت لارښوونو ته یې پاملرنه نه وکړې او په ازموینه کې یې تېروتنې کړي، بې پایلو پاتې شوې دي.
د دغو اعتراض کوونکیو په ډله کې یو شمېر هغه زده کوونکي شامل دي، چې لوړې نومرې یې وړي دي، خو بیا هم یا بې پایلو اعلان شوي او یا یې د نیمه عالي لوړو زده کړو موسېسو ته ورکړي دي.
فیض الله چې له کاپیسا ولایت نه یې په کانکور کې ګډون کړی و، وايي، چې د ۲۶۷ نومرو په وړلو سره یې د نیمه عالي لوړو زده کړو موسېسې ته ورپېژندلی دی.
د چارو شنونکي، په کانکور کې د زده کوونکیو د بې پایلیتوب ستر لامل، د زده کړیزو امکاناتو او ښې درسي چاپیریال نه شتوالی ګڼي.
د پوهنتون استاد مجیب مهرداد وايي، چې د لوړو زده کړو زوارت د ښو درسي اسانتیاوو تر څنګ نور ډېر مشکلات هم لري، چې له امله یې هر کال د کانکور ګڼ شمېر ګډونوال بې پایلو اعلانېږي.
مهرداد زیاتوي، چې د لوړو زده کړو وزارت باید د ښوونکیو شمېر زیات کړي، چې د درس لپاره نوی میتود رامنځته شي او زده کوونکي خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
په سږني کانکور کې نږدې ۲۵۰ زره تنو زده کوونکیو ګډون کړی و، چې له جملې یې ۹۲ زره تنه لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو موسېسو ته بریالي شوي دي.
په تېرو کلونو کې هم د کانکور پایلې د کانکور د ګډونوالو له خوا بې شور او جنجاله پاتې نه شوې او هر ځل یې د کانکور د پایلو د اعلان پر وخت د فساد او درغلۍ چېغې وهلي دي.