په کانونو او پټرویلم وزارت کې۲۰ قراردادونه له څو کلونو بې برخلیکه دي

د کانونو اوپټرویلم وزیر داود شاه صبا په دغه وزارت کې د خپلو ارزونو په اړه وايي،  چې ۲۰ واړه بې برخلیکه قراردادونه يې موندلي دي.

هغه د یکشنبې په ورځ ( سپټمبر ۱۳مه) په يوه خبري غونډه کې د وينا پر مهال وویل، چې په دې تړونونو کې داسې تړونونه موجود و، چې د هغه سره بیا تړون لازم نه و او بیا ځلې له پاره یې دغه تړونونه داوطلبۍ ته وړاندې کیږي.

هغه وايي، چې د تړونو نیمګړي اسناد، د نا امنۍ له کبله په ساحه کې کار نه کول او دې ته ورته نورې هغه ستونزې دي، چې تړونونه يي له بې برخلیک کېدوسره مخ کړي و.

د ډاکټر صبا په وینا، په افغانستان کې اوس مهال د ډبرو سکاره ایستل کیږي، خو په خبره يې د ویستلو له پاره يې ځانګړي اصول او قوانين نه شته.

د کانونو وزیر وايي، تر راتلونکي پنځو کلنو پورې پردې کار کوي، چې په کور دننه پانګوالو په واسطه پرکوچنیو کانونو پانګونه وکړي، چې پر وینا يي په دې سره به یوشمېر وګړو ته د کار زمینه هم برابره شي.

صبا زیاتوي، چې دغه تړونونه واړه او د ډ برو سکرو ایستنې، د کانونو انکشاف په برخه کې له یوه نه  تر دوو کلنو پورې بېلابېلو ستونزو سره مخ و.

ده وویل، چې د کانونو او پټرویلم وزارت د قوانینو او لایحو بشپړولو ته د خپل کار په سرکې ځای ور کړی.

د نوموړي په وینا په کان ایسته کې پرڅلورو لایحو کار دوام لري او ترڅنګ به يې یوشمیرنورې لایحې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

په همدې اړه د کانونو اوپټرولیم وزیر داود شاه صبا په دغه وزارت کې نیمګړی مالي سیالۍ، ظرفیت نه شتون، نا امنۍ او حقوقي نیمګړتیاوې ځانګړې ستونزې وبللې.

دغه راز د کانونو وزیر وايي، چې په ولایتونو کې د کانونو عواید د نیمګړي سیستم له کبله د دولت لاس ته نه ورځي او هڅې کوي، چې د عوایدو راټولولو سیستم بشپړ او عواید د دولت لاسته ورشي.

یاده دې وي، چې په تېر حکومت کې د امريکا د يوې جيولوژي ټيم له خوا د افغانستان ۳۰ سلنه خاوره کې سروې شوې وه.

دغه ټيم له اوږدې مودې وروسته دې نتيجې ته رسېدلی و، چې د افغانستان په ۳۰ سلنه خاوره کې د ۳ ترېليون یعنی ۳ زره میليارډه ډالرو په ارزښت کانونه شته. 

په دغو کانونو کې اوسپنه، سره زر، مس، یورانیم، لیټيم او ډبرو سکاره دي.

د دغې ادارې متخصصانو د نويو پرمختللو ټکنالوژيکي وسایلو په مرسته د افغانستان د زېرمو ۲۸ ساحې تثبیت کړي و.

اقتصادي کارپوهان وايي، چې که بهرنۍ کمپنۍ په دغه برخه کې سمه پانګونه وکړي او د یادو کانونو عاید په بشپړ ډول د افغان حکومت لاس ته ورشي، نو په راتلونکو ١٠ کلونو کې به د افغانستان حکومت د پردیو له احتیاج څخه ځان خلاص کړي او په خپلو مټو یو اقتصادي سیستم جوړ کړي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام