د ماشومانو کور د بنسټ مسوول اجمل تورمان د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې په دې اړه جوړې شوې غونډه ته وویل، چې له تېرو څلورو کالونو راهیسې د کیسې لیکلو، شعر، مقاله لیکلو او په بېلا بېلو برخو کې دماشومانو ادبیاتو له پاره فعالیت کوي.
تورمان وویل، چې له څو کالونو راهیسې په تېره بیا په دې وروستیو کې یې د ماشومانو ادبیاتو په برخه کې یې زیاته هڅه کړې ده.
دا بنسټ له حکومته غواړي، چې د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت په درسي نصاب کې دې د ماشومانو ادبیاتو ته ځای ورکړي.
له بل لوري د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني وویل، چې تر اوسه پورې د ماشومانو ادبیاتو له پاره په افغانستان کې جدي کار نه دی شوی.
همدا ډول د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، چې د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې خیالي کار شوی دی او بس.
په ورته وخت کې د ولسمشر کلتوري سلا کار اسدالله غضنفر په دې غونډه کې وویل، چې یوه ټولنه هغه مهال پرمختک کوي، چې کورنۍ یې ماشومانو ته ارزښت ورکړي.
غضنفر ټینګار وکړ، چې باید په هېواد د ماشومانو د ادبیاتو وده په یو سراسري کار واوړي.
غونډې ته راغلو دولتي چاروکو د ماشومانو د ادبیاتو د ملاتړ له صندوقه ملاتړ اعلان کړ.
دوی ژمنه وکړه، چې د ماشومانو د ادبیاتو د ودې له پاره به پاملرنه کوي.