په کابل کې د حقاني شبکې يوه مهمه ۳۰ کسیزه ډله نيول شوې

د افغانستان د ملي امنيت عمومي ریاست وايي، چې د حقاني شبکې پورې اړوند په کابل کې په لسګونه تروریستي غړي نيولي دي.

د ملي امنیت لوی ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یو لړ بېلابېلو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني ترهګرې ډلې او د پېښور د شورا ۳۰ تنه غړي په کابل ښار کې د وروستیو خونړیو ترهګریزو پېښو او په نږدې راتلونکې کې د نورو سترو ترهګریزو پلانونو د ترسره کولو په تور نیولي دي.

راپورونه وايي، چې یواځې ۲۶ ترهګر په کابل کې د څلورو ورستیو بریدونو(په شاه شهید سیمه، هوايي ډګر، څلورمو مکروریانو او ملي شورا باندې د برید) په تور نیول شوي دي.

له دغو کسانو څخه د ده سبز ولسوالۍ له پاره د پېښور د شورا له خوا نومول شوی ولسوال قاري جانان، دده ملګري او له دوی سره په خوا کې د حقاني ډلې قوماندانان هر یو اسرار احمد، ملک او مصطفی له هغو کسانو څخه دي، چې په شاه شهید، هوايي ډګر او مکروریانو کې ترهګریز بریدونه یې عملي کړي دي.

د ملي امنيت عمومي ریاست وايي، چې دغه ډله په کابل ښار کې د نورو ۱۳ سترو ترهګریزو پلانونو د طرح او ترسره کولو په لټه کې وه.

داسې ویل کيږي، چې په دغو پلانونو کې ددوی موخې ولسمشریزه ماڼۍ، په شش درک سیمه کې د ملي امنیت لوی ریاست اداره، ملي دفاع وزارت، د امریکا د متحده ایالاتو سفارت، د کابل امنیه قوماندانۍ، ملي شورا او خاتمن النبین پوهنتون وو، چې په نښه یې کړي.

له بل لوري، ددغه ریاست ځانګړو قطعاتو په وروستۍ اوونۍ کې له چاودېدونکو توک ډک دوه عرادې موټر هم نیولي دي چې غوښتل یې له پکتیکا ولایت څخه په تېرېدو ځان مرکزي ولایتونو ته ورسوي؛ په دغو موټرو کې نږدې ۱۳ ټنه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو او موخه هم داوه چې دغه چاودېدونکي توکي یادو نیول شوو کسانو ته ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت د کابل په شاه شهید سيمه کې د بمي چاودنې له امله ۱۵ تنه و وژل  شول او له ۴۰۰ نورو څخه زیات ټپیان شول همدارنګه تېره اوونۍ د کابل ښار په شينوزاده سيمه کې هم چاودنه وشوه، چې دغې چاودنې هم   ۱۲ تنه ووژل او ۶۶ نور يې ټپیان کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اوباما د ملي امنیت سلاکاره سوزان رایس د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ته خبرداری ورکړی، چې پر کابل د تروریستي بريدونو زغم نور نه لري.

هغې زیاته کړې، چې د کابل ښار په شاه شهید سيمه کې تروریستي بريد د حقاني شبکې له لوری شوی او پاکستان باید د دغې شبکې پر وړاندې جدي  پوځي عمليات ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام