په کابل ښار کې د ناامنیو زیاتوالی

 

کابل ښاریان په پلازمېنې کې د ناامنیو زیاتوالي اندېښمن کړي دي. زور زیاتی، د مبایلونو تښتول او نورې غلاوې په دغه ښار کې معمولې پېښې دي، خو هغه جرمونه دي، چې په وروستیو کې یې پېښې ډېرې شوې دي.

په موټرو کې وسله والې غلاوې او له مسافرو نه بې ځایه استفاده، هغه موارد دي، چې ډېر خلک یې شاهدان او قربانیان دي. دغه ډول پېښې په خلکو په ذهنونو کې وېره خپروي، دا وېره هغه وخت لا ډېره شې، چې کله کرايي موټر ته پورته کېږي.

په کابل کې د وروستیو پېښو یو متضرر شخص میوند سیاوش وايي، چې یوه شپه ۸ بجې د ترافیکو په څلور لارې کې د خپل ورور له موټره را ښکته شو او د سرای شمالي پر لور په یو کرولا ډوله موټر کې کېناست، له څه مزل وروسته د موټروان څنګ ته ناست شخص ورپسې توپانچه راوویسته او د ده خوا کې ناست شخص په چاقو وګواښلو، مبایل او په جېب کې ورسره ټولې پیسې یې ترې واخیستلې. سیاوش وايي، دا د کابل د څلورمې امنیتي حوزې شاوخوا سیمه وه.

سیاوش وایي: «د ځان له وېرې مې مبایل هم ورکړ، د مبایل کوډ یې هم رانه وغوښت، وروسته له هغې، چې هر څه یې رانه واخیستل؛ په توره تیاره کې یې د بادام باغ په سیمه کې پرېښودم.»

 

جاوید شریفي، چې د پوهنتون زده کړیال دی، سلام وطندار ته وویل، چې کله له کوټې سنګي نه راوګرځېد، یو ټکسي ته د پورته کېدلو پر وخت یې پر نورو خلکو هم د سورلۍ فکر وکړ. جاوید وايي، فضا تیاره وه، کور ته د تګ له پاره په هغې ټیکسي کې کېناست، چې دوه تنه نور هم په کې ناست وو.

د ده پر وینا، کله چې موټر لږ مزل وکړ؛ په څنګ کې ناست شخص له ستوني ونیولو او په مخکې څوکۍ کې ناست شخص پسې چاقو راوویست او ویې ویل، چې غږ ونه کړي. د جاوید په خبره، بیا په دې نه دی پوه شوی، چې چېرې وړل شوی دی.

جاوید وايي، چې غلو ورنه ټلیفونونه وغوښتل، ده ویل نه شته، له همدې سره یې په زور جېبونو ته ورلاس کړ، پیسې او ټلیفونه یې ترې واخیستل او له موټره یې لاندې ګوزار کړ.

واحد الله، چې یو ګرځنده پلورنکی دی وایي، چې څه موده مخکې له کار نه ستړی د کور پر لور په سپینه کرولا کې وخوت، موټر له شاوخوا ۲ سوه متره مزل وروسته ودرېد، موټروان ویل، چې موټر یې خراب شو. د ده پر وینا، موټر نه کوز شو، چې موټروان ته کرایه ورکړي، په همدې حال کې ترې بل موټر نه لاس را اوږد شو او د ده د پیسو بټوه یې ترې وتښتوله. د واحد په خبره، دا کار د ده له نورو ملګرو سره هم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د کابل امنیې قوماندانۍ په یوه خبري غونډه کې د ۳۶ سلنه جنايي جرمونو د کموالي اعلان وکړ. د امنیې قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد سلام وطندار ته وویل، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې د تېر کال په پرتله جنایي جرمونه کم شوي دي.

مجاهد وویل، چې په روانه میاشت کې یې ۳۱۸ تنه مجرمان نیولي دي، خو د خلکو پر وینا، چې د تېر کال په پرتله جرمه کم شوي نه دي، بلکې نور هم زیات شوي دي. مجاهد د جرمونو په کموالي کې د خلکو ونډه اړینه ګڼي او وایي، خلک کولی شي، چې د پولیسو ۱۰۰ شمېرې ته زنګ ووهي، له پولیسو سره خبرې وکړي، چې پولیس په چټکۍ سره د هغوی ستونزو ته ځان ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام